د خېبر پښتونخوا وزيراعلی غونډې ته په راتللو او په خبرو اتور باور نه لري ٬ د ټي ايل پي او پي ټي آئي د احتجاج كال اولس مسترد كړے دے ٬ د مقصد نه لرونكو احتجاجي غږونو نتيجه هم داسې رامخې ته كيږي: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د ټي ايل پي او پي ټي آئي د احتجاج غږ اولس مسترد كړے دے ٬ د مقصد نه لرونكو احتجاج كالونو نتيجه هم داسې راوځي٬ په ګرد هېواد كښې كاروباري ژوند روان دے ٬ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی غونډې ته په راتللو او په خبرو اترو باور نه لري٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په …

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د ټي ايل پي او پي ټي آئي د احتجاج غږ اولس مسترد كړے دے ٬ د مقصد نه لرونكو احتجاج كالونو نتيجه هم داسې راوځي٬ په ګرد هېواد كښې كاروباري ژوند روان دے ٬ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی غونډې ته په راتللو او په خبرو اترو باور نه لري٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په خېبر پښتونخوا كښې د امن اړونده غونډه كښې د وزيراعلی موجودګي ضروري وه۔ د جمعې په ورځ خپلو مهمو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې د اعلی كچ شوې غونډه كښې د افغان كډوالو بېرته لېږلو په اړه په وخت او مهمې پرېكړې وكړې شوې او د تېرو پرېكړو جاج هم واغستلے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل په غونډه كښې د ټولو اړوندو ادارو او د څلورو واړو صوبائي حكومتونو استازي موجود وؤ ٬ بيا هم په اعلی وزيرانو كښې يوازې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي موجود نه ؤ٬ د هغه نمائندګي مزمل اسلم وكړه۔ په دې موقع مزمل اسلم ووئيل شهيدو شوو پوليس اهكارو ته معاوضه وركولې شي او دا پروګرام روان ساتلے شوے۔ وفاقی وزیر ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته به شايد په سوشل ميډيا سياسي پوائنټ سكورنګ ترلاسه شي خو چې كله د صوبې اولس يا هېواد لپاره د حقيقي پرېكړې وخت راشي نو هغه تل وروستو پاتې وي ٬ ولې چې هغه غونډه كښې شاملېدو او خبرو اترو باور نه لري۔ د پي ټي آئي او ټي اېل پي د احتجاج كال په اړه وفاقي وزير ووئيل د ټی اېل پی او پی ټی آئی د احتجاج كال غږ مسترد كړے دے۔ د جمعې په ورځ په ګرد هېواد كښې بازارونه او ماركيټونه پرانستې پاتې شول اولس د غزه او فلسطين په معامله د پاك پروردګار شكر ادا كړو۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين په مسئله تل په زړه پورې او اصولي دريځ خپل كړے ۔ د پاكستان دريځ تل دا پاتي شوے چې يو آزاد فلسطين رياست دې وي د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔ ده ووئيل وزيراعظم ته چې په نړيوالو فورمونو كوم عزت او وقار ترلاسه شو ٬ په خاص توګه د ډونلډ ټرمپ لخوا چې د وزيراعظم كوم عزت وكړے شو دا د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان خارجه پالېسي په سم لوري روانه ده۔ ده ووئيل نن د پاكستان او شين پاسپورټ عزت زيات شوے دے۔ ده ووئيل معركه حق څخه وروستو په ګرده نړۍ كښې پاكستانو وګړو ته د قدر په سترګه كلي شي ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي او ټي اېل پي لخوا د احتجاج كال مسترد كړے شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل د بې مقصده احتجاجي كالونو انجام هم دغسې وي ولې چې اولس پرمختګ ٬ استحكام او امن غواړي۔