اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د چين د نېشنل كلچرل هيريټيج ايډمنسټرېشن قونصل چن پينګ ملاقات كړے۔د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د كلتور ورثې په څانګه كښې مرستې او تبادلې ته ودې وركولو لپاره په يوه لوظ نامه لاس ليك وشو چې مقصد يې پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا …
وفاقي وزير اونګزيب خان كهچي سره د چين د كلتور قونصلر چن پينګ ملاقات
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د چين د نېشنل كلچرل هيريټيج ايډمنسټرېشن قونصل چن پينګ ملاقات كړے۔د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې د كلتور ورثې په څانګه كښې مرستې او تبادلې ته ودې وركولو لپاره په يوه لوظ نامه لاس ليك وشو چې مقصد يې پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا ښه كولو٬اولسي روابط قوي كولو او شريكې دوستۍ ته لا وده وركول دي۔دواړو هېوادونو د ملګرتيا او مشاورت د لارې د دې عزم پخلے هم وكړو چې د خپلو هېوادونو د كلتور ورثې تحفظ او ودې لپاره به شريكې هڅې روانې ساتلې شي۔










