حكومت بې وزلي ختمول د قامي پرمختګ تګلاره ګڼي: د منصوبه بندۍ وفاقي وزير

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د حكومت پام لرنه يوې داسې ټولنې جوړولو ته ده په كومه كښې چې كوم وګړے محروم ٬ لوږې يا مايوسۍ سره مخ نه وي۔ د بې وزلۍ ختمولو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې پروفېسر احسن اقبال ووئيل حكومت بې وزلۍ ختمول د قامي پرمختګ تګلاره ګني ٬ دې …

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د حكومت پام لرنه يوې داسې ټولنې جوړولو ته ده په كومه كښې چې كوم وګړے محروم ٬ لوږې يا مايوسۍ سره مخ نه وي۔ د بې وزلۍ ختمولو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې پروفېسر احسن اقبال ووئيل حكومت بې وزلۍ ختمول د قامي پرمختګ تګلاره ګني ٬ دې مقصد لپاره د ’’اړان پاکستان‘‘ فرېم ورک لاندې تلپاتي پرمختګ ٬ سماجي انصاف او سوكالۍ لپاره بشپړه منصوبه بندي شوې ۔ ده ووئيل كله چې معيشت استحكام مومي نو د دې مېوې د ټولنې هرې يوې طبقې ته رسي٬ معاشي استحكام سره د روزګار موقعې زياتېږي۔ ده ووئيل حکومت په خپله پرمختيائي منصوبه كښې بې وزله او كمزورو طبقو ته زيات پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل حكمت يو داسے پاكستان جوړوي چرته چې هر وګړے د عزت روزګار ٬ د معياري زده كړو فرصتونه ٬ غوره روغتيا او محفوظ سباؤن ولري۔ ده ووئيل د’’اړان پاکستان‘‘ وژن د لارې به مونږ ټول په ګډه يو سوكاله ٬ مضبوط او باوقاره پاكستان جوړ كړؤ۔