د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په میرعلي كښې د خوارجو په بريد ناکامولو ځواكونو ته پېرزوئنې ژراندې كرې

اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په میرعلي كښې د خوارجو بريد په ناکامولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ټول قام د امنيتي ځواكونو د مېرڼو ځوانانو په جرأت او پیشه ورہ صلاحیتونو وياړ لري ۔ د جمعې په ورځ د سینیټ سیکرټریٹ نه جاري بیان تر مخه امنيتي ځواكونو د هېواد دښمنه عناصر ناپاک عزائم خاوري كړل ، د ترهه …

اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په میرعلي كښې د خوارجو بريد په ناکامولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل ټول قام د امنيتي ځواكونو د مېرڼو ځوانانو په جرأت او پیشه ورہ صلاحیتونو وياړ لري ۔ د جمعې په ورځ د سینیټ سیکرټریٹ نه جاري بیان تر مخه امنيتي ځواكونو د هېواد دښمنه عناصر ناپاک عزائم خاوري كړل ، د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د فورسز مسلسل هلې ځلې او عزمِ صمیم د ستائېلو دي ۔ ده ووئېل د امنيتي ادارو مستعدي د قام د اطمینان او وياړ باعث ده ، ټول قام د خپلو امنيتي ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده ووئېل د امنيتي ځواكونو بهادري او وطن سره مينه د قام د اتحاد علامت ده ۔ چیئرمین ووئېل په عزم او یووالي د ترهه ګرۍ مکمل خاتمه ممکن ده ، د پاکستان پوځ او امنيتي ادارې د دښمن عزائم به كله هم کامیابۍ له ورنه كړي ۔