د پاكستان د اقتصادي پرمختګ شرح 3.5 څخه تر 4 فیصد پاتې كېدو امكان دے ٬ پاکستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته شوو خطرو سره مخ دے: د وفاقي وزير اورنګزېب بلومبرګ سره مركه

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي سږ كال د پاكستان د اقتصادي پرمختګ شرح 3.5 څخه تر 4 فیصد پاتې كېدو امكان دے٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته كېدونكو خطرو سره مخ دے٬ د دې كال تر پايې به پاكستان په چينائي كرنسۍ يوان كښې پانډا بانډ جاري كړي۔ دا خبره ده بلومبرګ سره مركه كښې وكړه۔وفاقی وزیر ووئيل …

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي سږ كال د پاكستان د اقتصادي پرمختګ شرح 3.5 څخه تر 4 فیصد پاتې كېدو امكان دے٬ پاكستان د موسمياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته كېدونكو خطرو سره مخ دے٬ د دې كال تر پايې به پاكستان په چينائي كرنسۍ يوان كښې پانډا بانډ جاري كړي۔ دا خبره ده بلومبرګ سره مركه كښې وكړه۔وفاقی وزیر ووئيل پاكستان كښې د پشكال بارانونو په مهال د سېلاب د لاسه د كركيلې څانګې ته زيات زيان رسېدلے دے٬ د وريژو او پومبې څانګه اغېزمنه شوې چې له امله يۍ د جي ډي پي نمو متاثره كېدې شي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه د شوو زيانونو بشپړ جاج اغستلے شي۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه اګر چه د جي ډي پي شرح اغېزمنه كېدې شي بياهم زمونږ اندازه ده چې د روان كال په مهال د اقتصادي پرمختګ شرح 3.5 څخه تر 4 فيصد د پاتې كېدو امكان دے۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل موسمیاتی بدلون پاكستان لپاره حقيقي خطر دے او مونږ دې سره مخ يوو۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل پاكستان نړيوال كېپټل ماركيټس څخه استفاده كوي ۔ د نومبر تر پايې يا د دسمبر په پېل كښې به په چينائي كرنسي يوان كښې اولنے پانډا بانډ جاري شي۔ ده ووئيل د 250ملین ډالر ابتدائی بانډز اجراء مقصد د فنډنګ سرچينې پراخه كول دي۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې پاكستان امریکائي مارکیټ ، یورو بانډ او اسلامی سکوک جاری كړي وو بياهم مونږ دويم لويې کېپټل مارکیټ څخه تر دې دمه استفاده نه وه كړې ۔(