د متحده عرب امارات صدر سفير فيصل نياز ترمذي له د هېواد اعلی قامي اعزاز “آرډر آف زاید دوم” وركړو

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د متحدہ عرب امارات صدر شېخ ابن زاید النهیان په متحدہ عرب امارات كښې د پاكستان موده ترسره كونكي سفير فيصل نياز ترمذي ته د هېواد اعلی قامي اعزاز ’’آرډر آف زاید دوم‘‘ وركړے دے۔ دا اعزاز ده ته د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو مضبوطولو كښې د خذمات په اعتراف وركړے شوے۔ د امارات نیوز ایجنسۍ ’’وام‘‘ له مخې سفير فېصل نياز ترمذي ته دا اعزاز …

اسلام آباد۔17اکتوبر(اے پی پی) د متحدہ عرب امارات صدر شېخ ابن زاید النهیان په متحدہ عرب امارات كښې د پاكستان موده ترسره كونكي سفير فيصل نياز ترمذي ته د هېواد اعلی قامي اعزاز ’’آرډر آف زاید دوم‘‘ وركړے دے۔ دا اعزاز ده ته د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو مضبوطولو كښې د خذمات په اعتراف وركړے شوے۔ د امارات نیوز ایجنسۍ ’’وام‘‘ له مخې سفير فېصل نياز ترمذي ته دا اعزاز په ابوظهبي كښې د خارجه وزارت په يوه دستوره كښې وزیر مملکت خلیفه بن شاهین المرر وركړو۔ په دې موقع خليفه بن شاهين المرر په دې خبره زور راوړو چې متحدہ عرب امارات پاکستان سره اړيكو ته ودې وركولو او د همكارۍ نوو فرصتونو پېدا كولو عزم لري دغسې چې د دواړو هېوادونو او اولس شريكې ګټې او هيلو ته تقويت وركړے شي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو په مستحكمولو كښې د سفير فېصل ترمذي د كردار ستائنې كولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع فېصل نیاز ترمذی د یو اے ای د صدر مننې كولو سره ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه په زياتېدونكو اړيكو او همكارۍ وياړ محسوسوؤ۔ پاکستاني سفیر زياته كړه چې هغه په مرستې كولو د متحده عرب امارات د ټولو سركاري ادارو مننه كوي د كومو ملاتړ چې د ده د مشن په كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔