اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ د سينئر سركاري صلاحكار ميټ كلينسي سره د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو او شريكې خوښې چارو پشمول د پاكستان ميكرو اقتصادي پرمختګ د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيل …
وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات٬دوه اړخيزه اړيكو او اقتصادي پرمختګ كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 17اکتوبر(اے پی پی)د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ د سينئر سركاري صلاحكار ميټ كلينسي سره د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو او شريكې خوښې چارو پشمول د پاكستان ميكرو اقتصادي پرمختګ د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيل وزيراعظم شهباز شريف اقتصادي استحكام په معاشي پرمختګ بدلولو په وژن عمل كوي۔وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيل پاكستان ريلوے ته جديد آسانې وركونكې ادارې جوړولو له په منصوبه په تندۍ سره كار روان دے۔جين ميريټ د برتانيې او پاكستان ترمينځه د زياتې شوې دوه اړخيزه مرستې هركلے وكړو۔دواړو لارښودو پاك برتانيه اړيكو لا قوي كولو لپاره د نزدې رابطې په ځاې ساتلو له عزم څرګند كړو










