تاشقند/اسلام آباد 24 جون(اے پي پي) پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه مسائلو مشاورت او مرستې له د لوړې كچې تګلارې وضعه كولو ته سلا شوي دې ۔ دا پرېكړه د جمعې په ورځ په تاشقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع خارجه سلاحكار سرتاج عزیز او افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني ترمېنځه ملاقات كښې شوې۔ په دې موقع د افغان نېشنل سېکورټی سلاحكار حنیف اتمار هم …
پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه مسائلو مشاورت او مرستې له د تګلارې وضعه كولو ته سلا شول

مزید خبریں
تاشقند/اسلام آباد 24 جون(اے پي پي) پاکستان او افغانستان په دوه اړخيزه مسائلو مشاورت او مرستې له د لوړې كچې تګلارې وضعه كولو ته سلا شوي دې ۔ دا پرېكړه د جمعې په ورځ په تاشقند كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع خارجه سلاحكار سرتاج عزیز او افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني ترمېنځه ملاقات كښې شوې۔ په دې موقع د افغان نېشنل سېکورټی سلاحكار حنیف اتمار هم موجود وو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات نه پس جاري مشتركه اعلاميه كښې دواړو ډلو د جون په 20مه نيټه اسلام آباد كښې د افغان نائب خارجه وزير او د خارجه چارو سلاحكار ترمېنځه د خبرو په رڼا كښې د امنيت پشمول دوه اړخيزه اړيكو او د مرستې چارو مشاورت له د لوړې كچې په مېكنزم وضعه كولو سلا شوې د كومې چې به مشري سرتاج عزیز او افغان خَارجه وزیر په ګډه كوي ٬سرتاج عزیز او افغان خارجه وزیرد امن ودې ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي او د اقتصادي پرمختګ عمل ګړندې كولو له دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره د خیل عزم پخلې وكړو۔










