اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په سياسي صورتحال٬ د امن او امان په صورتحال او د پارټۍ د چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ لنډ مهاله صدر او …
لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په سياسي صورتحال٬ د امن او امان په صورتحال او د پارټۍ د چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ لنډ مهاله صدر او د ګلګت بلتستان ګورنر اوسني سېلاب او سختو بارانونو نه پس د روانې مرستې او تعمير نو هلو ځلو هم جاج اخستلې كوم څخه چې په منطقه كښې په لويه كچه زيان شوې۔ سيد يوسف رضا ګېلاني د خلكو په شوي زيان د تشويش څرګندونه كړې او د ځپليو كورنيو زر تر زره بحالي باوري كولو لپاره ئې د وفاقي او ګلګت بلتستان حكومتي ادارو لخوا د كوټلې هڅو په ضرورت زور راوړو۔ ده د ګلګت بلتستان اولس لپاره په ملاتړ د لنډ مهاله صدر مننه وكړه







