مسلم لیګ ن او پی پی پی ترمينځه د رايو اختلاف د كور خبره ده،زمونږ اتحاد نظریاتی دے۔د قانون وفاقی وزیر

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قانون وانصاف وفاقی وزیر اعظم نذیرتارړ وئيلي چې د مسلم لیګ ن او پی پی پی ترمينځه اختلاف رائے د كور خبره ده،زمونږ اتحاد نظریاتی دے۔د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د سید نویدقمر د اعتراض نکتې په ځواب ده ووئيل مونږ معذرت كوو چې كه د چا زړه آزاري شوے وي، سیاست كښې ګرمي يخښني وي،دا لفظی جنګ دے او …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قانون وانصاف وفاقی وزیر اعظم نذیرتارړ وئيلي چې د مسلم لیګ ن او پی پی پی ترمينځه اختلاف رائے د كور خبره ده،زمونږ اتحاد نظریاتی دے۔د نهې په ورځ قومی اسمبلۍ كښې د سید نویدقمر د اعتراض نکتې په ځواب ده ووئيل مونږ معذرت كوو چې كه د چا زړه آزاري شوے وي، سیاست كښې ګرمي يخښني وي،دا لفظی جنګ دے او سیاست كښې داسې كيږي،مونږ به په كور كښې دننه مسئله حل كړو،مونږ به جمهوریت او هېواد قوي كوو، زمونږ اتحاد نظریاتی او د نیك نیتۍ په بنیاد دے او هم دغه وجه ده چې مونږ ته د سعودی عرب نه تر ملګرو ملتونو کامیابۍ ترلاسه كيږي،زمونږ اتحاد د جمهوریت او پاکستان قوي كولو لپاره دے۔ده ووئيل د پاکستان 25 کروړه اولس خادم الحرمین الشریفین د حرمین شریفین محافظین جوړ كړي۔دې خخه وړاندې سید نوید قمر د اعتراض په نکته ووئيل دا مهال هېواد د لوئ سېلاب سره مخ دے،زما په خپله حلقے كښې د مينځنۍ درجے سېلاب دے،زياتره سيمي د اوبو لاندې راغلې چې پكښې ولاړ فصلونو ته زيان رسيدلې دے۔ده ووئيل وګړي نه يواځې پریشانه دي بلکه د هېواد قیادت پلو ګوري چې مشکل كښې ګهير كسانو لپاره حکومت او قیادت څه كوي او هغوې ته څه ریلیف ترلاسه كيږي۔ده ووئيل نن يو رپورټ راغلے چې پكښې اېف اے او وئيلي د ربیع فصلونو ته زيان رسيدلې،دا مهال بحالۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل تقریرونو كولو سره مسئلې نه حل كيږي،په هغه وګړو دې رحم وكړې شي د كومو ذمه واري چې په مونږ راځي۔

مزید خبریں