ايوان به د پاك پوځ او دفاعي ادارو په ضد د خبرې كوٶنكو ملګرتيا نه كوي۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزيراعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د پاکستان وګړو او پاك پوځ په زرګونو قربانۍ وركړې دي٬ ايوان به د پاك پوځ او دفاعي ادارو په ضد د خبرې كوٶنكو ملګرتيا نه كوي او د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې زه به د ترهګرو په ملاتړ كښې په ايوان كښې چا ته هم د …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزيراعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د پاکستان وګړو او پاك پوځ په زرګونو قربانۍ وركړې دي٬ ايوان به د پاك پوځ او دفاعي ادارو په ضد د خبرې كوٶنكو ملګرتيا نه كوي او د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې زه به د ترهګرو په ملاتړ كښې په ايوان كښې چا ته هم د خبرو اجازه ورنه كړم۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اپوزيشن غړٶ لخوا د فتنه الخوارجو په ضد د آپريشن بندولو په اړه د چغو وهلو او د احتجاج په ځواب كښې د قانون وزير اعظم نذيرتارړ ايوان ته ووئيل مونږ عمر له دا هڅه كړې چې په ايوان كښې د تاٶ تريخوالي ماحول نه وي٬ اولس چې كوم مقصد لپاره مونږ رالېږلې يو بايد ھغه لپاره كار وشي۔ ده ووئيل ټول معلومات په سوشل ميډيا شته او اولس ته هر څه ښكاري او مشاهده كوي٬ داسې خبريال په دې ټولنه كښې شته چا چې 33 كاله دنده كړې او اوس هم ورسره موټرسائيكل دے بايد مونږ د دغه خبريالانو قدر وكړو۔ ده ووئيل دا كوم احتجاج دے٬ كه دوي د ترهګرو سره ودرېدل غواړي نو رامخې ته دې شي۔ ده ووئيل د لكهونو په شمېر د شهادتونو د حساب كولو په ځائ كه د پاك پوځ او دفاعي ادارو په ضد خبرې كوئ نو دا ايوان به مو ملګرتيا نه كوي، سپيکر دې په دې لړ كښې بايد مناسب رولنګ وركړي۔ سپيکر اياز صادق ووئيل چې زه به د ترهګرو په ملاتړ كښې په ايوان كښې چا ته هم د خبرو اجازه ورنه كړم

مزید خبریں