اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د قامي اسمبلۍ غړي نفيسه شاه سره د خېبرپښتونخوا د بونير ضلعې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔ د ګل په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خپلې دورې په مهال سينيټر روبينه خالد ووئېل د سېلاب ځپليو كورنيو رجسټرېشن كښې آسانيو وركولو لپاره بي آئي اېس پي موبائل رجسټرېشن وين بونير …
د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د قامي اسمبلۍ غړي نفيسه شاه سره د خېبرپښتونخوا بونير ضلعې سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د قامي اسمبلۍ غړي نفيسه شاه سره د خېبرپښتونخوا د بونير ضلعې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔ د ګل په ورځ جاري شوي پرېس ريليز له مخې د خپلې دورې په مهال سينيټر روبينه خالد ووئېل د سېلاب ځپليو كورنيو رجسټرېشن كښې آسانيو وركولو لپاره بي آئي اېس پي موبائل رجسټرېشن وين بونير ضلعې ته رارسېدلې دې كوم څخه چې به د سيمې اولس د بي آئي اېس پي بېلو پروګرامونو څخه مستفيد شي۔ دې د پي پي پي خېبرپښتونخوا صدر سيد محمد علي شاه باچا او پارټۍ نورو لارښودو سره د روانې مرستې هلو ځلو جائزه واخستل او ځپليو كورنيو بشپړه بحالۍ لپاره يې په ضروري اقداماتو مشاورت كړې۔ د بونير ډپټي كمشنر كاشف قيوم خان هم د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سېلاب تباه كارو٬ مرستې كاروائيو او ضلعې انتظاميې لخوا د شوي بحالۍ اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع سېلاب ځپليو له ضروري څيزونه هم وركړې شول







