اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې سول سروس د رياست د نظام٬ تسلسل او وقار محافظ دي٬ د پاكستان سول سرونټس تل د قابليت٬ فرض شناسي او كاركردګۍ مظاهره كړې ده۔ لنډ مهاله صدر يوسف رضا ګيلاني سره په ايوان صدر كښې 38م سينئر منيجمنټ كورس ګډون كوٶنكو ملاقات كړې۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ …
سول سروس د رياست د نظام٬ تسلسل او وقار محافظ دي٬ د پاكستان سول سرونټس تل د قابليت٬ فرض شناسي او كاركردګۍ مظاهره كړې۔ لنډ مهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي چې سول سروس د رياست د نظام٬ تسلسل او وقار محافظ دي٬ د پاكستان سول سرونټس تل د قابليت٬ فرض شناسي او كاركردګۍ مظاهره كړې ده۔ لنډ مهاله صدر يوسف رضا ګيلاني سره په ايوان صدر كښې 38م سينئر منيجمنټ كورس ګډون كوٶنكو ملاقات كړې۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال لنډ مهاله صدر ووئيل چې سينئر منيجمنټ ته رسنه د كلونو محنت٬ نظم و ضبط او د اولسي خذمات اعتراف دے٬ سول سروس د رياست د نظام٬ تسلسل او وقار محافظ دي٬ ان لينډ سټډي ټور افسرانو ته د حكومتي او پارلماني ادارو د عملي مشاهدې موقع وركوي ۔ده ووئيل چې سينيټ سېكرټرېټ كښې اي-ګورننس او مصنوعي ذهانت د لارې سپيځلتيا او كاركردګۍ ته وده وركولې كيږي٬ د سوئېلي پنجاب پشمول اوسني سيلابي صورتحال كښې سول افسرانو كردار د پيرزوئنې مستحق دے٬ قدرتي آفات د ادارو استعداد او اولسي خذمات جذبه آزمائي٬ د ماحولياتي بدلون مقابله د ټولو ادارو او كميونټيز شريكه ذمه واري ده٬ سينئر منيجمنټ په كچه قيادت له به مرسته٬ زده كړې٬ جدت او انكساري خپلول وي٬ د قامي پرمختګ هدونه د يوې ادارې يا محكمې د وس خبره نه ده٬ اجتماعي هڅې ضروري دي







