سياست او صحافت خپل مېنځ كښې ژوره رشته لري٬ مونږ بايد د وضع دارۍ او زغم لمنه د لاسه ورنه كړو۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې سياست او صحافت خپل مېنځ كښې ژوره رشته لري٬ مونږ بايد د وضع دارۍ او زغم لمنه د لاسه ورنه كړو٬ د پي آر اے سينئر غړي اعجاز احمد سره په اډياله زندان كښې د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوې په دې د پارلماني پرېس ګېلرۍ خبريالانو واك آٶټ كړے …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې سياست او صحافت خپل مېنځ كښې ژوره رشته لري٬ مونږ بايد د وضع دارۍ او زغم لمنه د لاسه ورنه كړو٬ د پي آر اے سينئر غړي اعجاز احمد سره په اډياله زندان كښې د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوې په دې د پارلماني پرېس ګېلرۍ خبريالانو واك آٶټ كړے دے، د خبريالانو دنده تنقيد او انعكاس دے٬ كوم چې په خوشحالۍ سره پكار دے۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اډياله زندان نه بهر د پي آر اے سينئر غړي اعجاز احمد سره د رامخې ته شوې پېښې په ضد پرېس ګېلرۍ څخه خبريالانو واك آٶټ وكړو٬ په دې موقع سپيكر ووئيل د د پي آر اے پلاوي ما سره تحريري شكايت جمع كړے ٶ٬ په دې لړ كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د بده مرغه د زندان مخې ته چې كومه پېښه رامخې ته شوې د ھغې چې كوم شكايت رامخې ته شوې ھغه جائز دے٬ مونږ او نورو ګوندونه هم د دې تكليف نه تېر شوې دي، مونږ بايد د وضع دارۍ او زغم لمنه د لاسه ورنه كړو٬ يو سينئر لارښود د زندان نه بهر د اعجاز احمد په ضد غېر پارلماني ژبه كارولې، د خبريالانو دنده تنقيد او انعكاس دے٬ كوم چې په خوشحالۍ سره پكار دے۔ زمونږ رويې جمهوري پكار دي٬ د نورو د خبرې اورېدو حوصله پكار ده٬ د سياست او ادب نزدې تعلق لري، د سياست مدارو لخوا كوتك پورته كولو د تكليف وړ خبره ده ، سينئر كسانو له په دې كړ كښې زيات احتياط پكار دے، د وګړو د مال او ځان حفاظت د حكومت ذمه واري ده٬ د سوشل ميډيا ټرولنګ په يو صورت كښې سم نه دے۔ شازيه مري ووئيل دا يوه سنګين معامله ده٬ اعجاز احمد سينئر او د صحافتي اقدارو وړ خبريال دے، په سوشل ميډيا د ھغه عكس لګولو سره ھغه هراسا كړې شوې٬ دا عمل سم نے دے، رپورټنګ كول جرم نه دے، د سياسي ګوند لخوا ھغه په نښه كول سم نه دي۔ په دې موقع سپيكر حكومت او د اپوزيشن نمائندګانو ته ووئيل ھغوي واك آٶټ كوٶنكې خبريالانو سره ملاقات وكړي او د دوي تحفظات لري كړي۔

مزید خبریں