غیر ملکی سرمایه کارو او په خاص توګه د المان کمپنیو ته به پاکستان كښې د کاروبار کولو لپاره هر ممكن مرسته وركولې شي ۔ د خزاني وزیر محمد اورنګزیب د المان سفیر او یونیسیف نمائندہ سره ملاقاتونو خبرې

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټرمحمداورنګزیب وئيلي دي حکومت کاروبار او سرمایه كارۍ لپاره ښه چاپيرچل وركولو له لوظي دے، وزیراعظم د هېواد په پرمختګ كښې د نجي څانګي قائدانه کردار په ترسره كولو باور لري،غیر ملکی سرمایه کارو او په خاص توګه د المان کمپنیو له به پاكستان كښې د کاروبار لپاره هر ممکن مرسته وركولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سینیټرمحمداورنګزیب وئيلي دي حکومت کاروبار او سرمایه كارۍ لپاره ښه چاپيرچل وركولو له لوظي دے، وزیراعظم د هېواد په پرمختګ كښې د نجي څانګي قائدانه کردار په ترسره كولو باور لري،غیر ملکی سرمایه کارو او په خاص توګه د المان کمپنیو له به پاكستان كښې د کاروبار لپاره هر ممکن مرسته وركولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ پاکستان كښې د المان سفیر اینا لیپل سره ملاقات كښې كړي۔د خزاني وزير د المان سفیر هركلے وكړو او هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د المان په قیمتی تکنیکي او مالي معاونت هم مننه وكړه او د پاکستان معیشت په بېلو څانګو كښې يې د المان کمپنیو د سرمایه كارۍ په اهميت زور راوړو۔د خزاني وزير د المان سفیر د پاکستان معیشت مجموعي صورتحال او مهمو معاشي اشارو كښې د اوسني ښه والي څخه خبر كړو۔ ده د آئي اېم اېف جاري جائزہ مشن او پروګرام ترمخه د مقداري او ساختي اهداف سر كولو پیشرفت څخه هم خبر كړو۔ده اوسني سېلاب له امله د شوې تباهۍ او موسمیاتی بدلون له امله په پېښو چیلنجونو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل وزیراعظم په دې خبره باور لري چې د هېواد په پرمختګ كښې نجي څانګه قائدانه كردار لري۔د المان سفیر كال 2013ء نه تر 2015ء په مهال پاکستان كښې خپلو پخوانو سفارتي ذمه وارو ذکر کولو سره ښه يادونه تازه كړل۔ده د پاکستان او المان ترمينځه تجارت او د سرمایه كارۍ ودې په موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ډلو د پاکستان او المان ترمينځه معاشی مرستې لا مستحکمولو او تجارت، سرمایه كارۍ او پرمختيائي شراکت دارۍ له د نوو موقعو لټولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔بل پلو د خزاني وزير سره د یو نیسیف نمائندہ پرنائل آئرن سائیډ ملاقات کړے۔د خزاني وزیر په پاکستان كښې د یونیسیف تکنیکی معاونت او علم منتقل هم كيدل وستائېل۔ده هېواد ته د پېښ موسمیاتي بدلون او آبادۍ كښې تندۍ سره د اضافې په شان لويو چیلنجونو ذكر كولو سره ووئيل دا دواړه عوامل د ماشومانو روزنه كښې خنډ او په تعليم نيغ په نيغه اثر پريباسي۔د خزاني وزير ووئيل د شته وسائلو ښه استعمال ته اړټيا ده دغسې چې په دې مسئلو په ښه ډول قابو وموندلے شي۔ده ووئيل د یونیسیف پشمول نور پرمختيائي شراکت دار د پاکستان د هڅو په خاص توګه د موسمياتي بدلون وزارت،د آبادی د ښیګړې وزارت او روغتيا وزارت سره نزدې مرستي د لارې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل ترجیحی څانګو او منصوبو په ګوته كولو، تکنیکی معاونت او د كار استعداد زياتولو له كوټلي همغږۍ ته اړتيا ده ٬ ځكه د دې منصوبو عملی نفاذ لپاره وفاق او صوبو ترمينځه نزدې مرسته ضروري ده۔د یونیسیف نمائندہ د پاکستان سره د مرستي د عزم پخلي كولو سره ووئيل یونیسیف اړوندو وزارتونو او شراکت دارو سره نزدې همكاري روانه ساتلو سره د ماشومانو نګهداشت او د جينكو تعلیم ته خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل یونیسیف د حکومتي ترجیحات له مخې په تګلاره اډانه شراکت دارو د لارې تکنیکي معاونت وركوي او تعلیم، صحت او موسمیاتي لچك په شان څانګو كښې ګڼ اړخيزه نقطه نظر خپلوي۔دغسې ډلو ماشومانو او ټولني ته د پېښو چيلنجونو مخنيوي او كوټلي پرمختګ لپاره مرستي لا مستحکمولو له د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں