اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاکستان په دوره راغلي د ازبکستان پارلماني پلاوي د سپيكر نورالدين اسماعيلوف په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه پارلماني اړيكو٬ تجارت، سرمايه کارۍ او د نړيوالې مرستې پشمول په مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د دې نه وړاندې پارلمان ته په …
د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د ازبکستان پارلماني پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاکستان په دوره راغلي د ازبکستان پارلماني پلاوي د سپيكر نورالدين اسماعيلوف په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه پارلماني اړيكو٬ تجارت، سرمايه کارۍ او د نړيوالې مرستې پشمول په مهمو نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د دې نه وړاندې پارلمان ته په راتګ سپيكر سردار اياز صادق د پارلماني پلاوي هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه پارلماني مرستې او اولسي رابطو زياتولو ته سلاح يوه شوه۔ په دې موقع پلاوي سره په خبرو كښې سپيکر سرداراياز صادق ووئيل دواړه هېوادونه د مشتركه مذهب٬ تاريخ او كلتور په رشتو كښې تړلي دي۔ ده ووئيل منطقه كښې امن، استحکام او پرمختګ لپاره پارلماني سفارتكاري ضروري ده ځكه چې پارلماني سفارتكارۍ سره د هېوادونو ترمېنځه روابط زياتېږي۔ ده ووئيل د سعودي عرب، ترکيه، آذربائيجان او د ايران پارلماني پلاوي هم په روانه مياشت كښې د پاكستان پارلماني دوره كوونكے دي۔ په دې موقع سردار اياز صادق ازبکستان ته د آئي پي يو (IPU) په کاميابه غونډه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د کراچي پورټ مهم بندرځايونه دي كوم چې ازبکستان نړۍ سره تړلي٬ ازبکستان پاکستان ستراتېژك پوزيشن څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د کشمير او فلسطين مسئلو حل نه غېر په منطقه كښې د اوږد مهاله امن خوب رښتيا كېدے نشي٬ نړيواله ورورولي دې د ظلمومو كشميريانو او فلسطينيانو په حق كښې سمدستي او سپېځلے كردار ولوبوي







