ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس د ترجمانۍ ، د غزه او کشمیر مظلومه اولس د غږ جوړيدو موقع ترلاسه شوې، غزه كښې د جنګ بندۍ په اړه په ډير زر ښه خبرونه ترلاسه شي،هېواد څخه به ترهه ګري ختمولې شي۔ د وزیراعظم د خبريالانو سره خبرې

لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس د ترجمانۍ ، د غزه او کشمیر مظلومه اولس د غږ جوړيدو موقع ترلاسه شوې، غزه كښې د جنګ بندۍ په اړه په ډير زر ښه خبرونه ترلاسه شي،هېواد څخه به ترهه ګري ختمولې شي،ملګرو ملتونو كښې د غزه په صورتحال د شوې غونډي مثبت نتیجه به ډيرې زر …

لندن 29 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس د ترجمانۍ ، د غزه او کشمیر مظلومه اولس د غږ جوړيدو موقع ترلاسه شوې، غزه كښې د جنګ بندۍ په اړه په ډير زر ښه خبرونه ترلاسه شي،هېواد څخه به ترهه ګري ختمولې شي،ملګرو ملتونو كښې د غزه په صورتحال د شوې غونډي مثبت نتیجه به ډيرې زر رامخې ته شي، صدر ډونلډ ټرمپ باور راكړے چې پاکستان سره به اقتصادی مرسته لا زياتولې شي، پاکستان او سعودي عرب ترمينځه دفاعی لوظنامه د چا په ضد نه ده،د حرمین شریفین حفاظت لپاره به د هر څه ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوو،د پاکستان سیاسي او عسکري قیادت د خارجه پالیسۍ پشمول په ټولو چارو يو موټے دي،معیشت بنیادی استحکام ترلاسه كړے،اوس د پرمختګ او استحکام لپاره شپه ورځ كار كوو،ملګري هېوادونه زمونږ مرستي له چمتو دي، موسمیاتی بدلون په وجه اوسني سېلاب لويه تباهي كړي،زمونږ حوصله او عزم قوي دي ٬ په دې چیلنج به ډير وزر قابو ومومو،تير حکومت ترهه ګر خوشي كړې وو كومو چې بيا سر پورته كړو ،د هېواد څخه به ترهه ګري ختمولې شي،پاك پوځ چې هند له كوم سبق وركړے هغه به عمر له ياد ساتي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده برتانيه كښې مېشته پاکستانو خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔وزیراعظم ووئيل ټولو له مباركي وركوم، نیویارك او واشنګټن دوره ګټه وره او كاميابه وه۔ ملګرو ملتونو كښې د صدر ټرمپ او د ترکیه صدر رجب طیب اردوان په مشرۍ كښې د غزه په صورتحال غونډه شوې۔په دغه غونډه كښې پاکستان له په خصوصی توګه بلنه وركړې شوې وه۔ قطر، یو اے اي ، سعودي عرب انډونیزیا، اردن او مصر هم په غونډه كښې ګډون كړے ؤ ۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو په ودانۍ كښې د غزه په صورتحال غونډه يو ښه پیش رفت دے ۔ غزه په اړه په غونډه كښې د ډاډ وړ خبرې شوي۔ زه باور لرم چې د غونډي به مثبت نتیجې ډيرې زر رامخې ته شي۔مونږ غواړو چې غزه كښې په سمدستي توګه جنګ بندي اوشي۔ وزيراعظم ووئېل غزه كښې د كال 2023ء راهسې د ظلم او ستم بازار ګرم دے، بے ګناه مسلمانان شهيدان كيږي چې پكښې ماشومان او ميرمني هم شاملې دي۔ وزیراعظم ووئيل په غزه كښې د مسلمانانو په ضد د بربریت مثال په تاریخ كښې نه ترلاسه كيږي۔ ده ووئېل ما الحمدلله د غزه په صورتحال په جنرل اسمبلۍ كښې غږ پورته كړے،د فلسطینیانو سره مو د يووالي څرګندونه كړې ٬ دې نه ځانله د كشمير مسئله او کشمیر آزادۍ لپاره هم مونږ په جنرل اسمبلۍ كښې غږ پورته كړے دے۔ وزیراعظم ووئيل معرکه حق كښې مونږ هند له ماتې وركړې ده ،د لويې څښتن په فضل و کرم سره هند ته مو داسې سبق ښودلے چې ټول عمر به ئې ياد ساتي،په دې اړه ما هم خبره كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل اوبه كوم چې زمونږ حق دے په دې اړه هم ما غږ پورته كړے۔ما وئيلي دي جنګ مونږ ګټلے،زمونږ وسله والو د پېشه ورې پوهې او بهادرۍ مظاهره کړې، دوي قوي او كلك عزم لرلو۔فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې معرکه حق كښې پاکستان تاریخي بريا ترلاسه كړې۔ ده ووئېل د جنګ په مهال ټول قام د خپلو وسله والو سره ولاړ وو۔د پاك فضائیه ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو په مشرۍ كښې زمونږ بهادرو ځوانانو د خپلي مړانې او پیشه ورو صلاحیتونو بشپړه مظاهره كړې ۔ نړۍ ته باور وركړے شوے چې د پاکستان اتومي صلاحیت يواځې د خپلو دفاعي مقاصدو لپاره دے۔ 24 کروړه اولس دعاګاني د خپلو وسله والو سره وي۔وزیراعظم ووئيل د لويې څښتن په فضل و کرم او 24 کروړه اولس په دعاګانو سره معیشت ته بنیادي استحکام ترلاسه شوے، اوس د پرمختګ او استحکام لپاره شپه ورځ كار كوو، ده ووئېل د بده مرغه موسمیاتی بدلون په وجه اوسني سېلاب لويه تباهي كړي۔ په 2022ء كښې سندھ او اوسني سېلاب په پنجاب كښې لوي زيانونه كړي ۔يو زر څخه زيات كسان په حق رسيدلي،ګڼ كلي د اوبو لاندې راغلې، فصلونه تباه شوي او املاك ته زيان رسيدلے دے۔ ده ووئېل د سېلاب له امله د شوو زيانونو اندازه لګولې كيږي۔زمونږ حوصله او عزم قوي دے او انشاءالله په دې صورتحال به قابو ومومو او دې چيلنج څخه به رابهر شو۔د يوې پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل په واشنګټن كښې صدر ډونلډ ټرمپ سره ګټهور او تعمیري ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوے،شريكو اړيكو لا قوي كولو لپاره دا ملاقات مهم ؤ ،ملاقات كښې د تجارت ، تیل او ګاز په څانګه كښې په سرمایه کارۍ خبره شوې، د آئي ټی، زراعت او نورو څانګو كښې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ صدر ډونلډ ټرمپ باور راكړے چې پاکستان سره اقتصادی مرسته به لا قوي كولې شي۔د يوې پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل ملګري او ورور هېواد سعودي عرب سره دفاعي لوظ نامه شوې ،د سعودي عرب دورې په مهال پاکستان ته ډېر عزت ترلاسه شوے،د سعودي قیادت په ښه ډول هركلے كړے كوم چې د 24 كروړه اولس لپاره د وياړ دے۔ وزیراعظم ووئيل د بده مرغه ترهه ګرۍ يو ځل بيا سر پورته كړے،څو كاله وړاندې ترهه ګر خوشې كړے شوې وؤ،هغه بيرته راغلې دي،داسې نه وه پكار ۔ فتنه الخوارج ،کالعدم ټی ټی پی،بی ایل اے او مجید بریګیډ د فتنه هندوستان آله کار دي ۔ پاك پوځ ،قانون نافذ کوونكي ادارې او پولیس ټول په ګډه شپه ورځ كار كوي،ترهه ګري به ختمولې شي،زمونږ ځوانان او افسران د هېواد حفاظت لپاره شپه ورځ قربانۍ وركوي۔ ده ووئېل كوم خارجي لاس چې د ترهه ګرۍ په شا دے هغه پاكستان ښه نه شي ليدلے۔ د فتنه الخوارج په ضد د سکیورټي فورسز قربانۍ به ياد ساتلې شي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل د لويې څښتن په فضل و کرم سره ما ته دا موقع ترلاسه شوې او ما نه يواځې په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس د جذبات ترجمانی کړې ، بلکه غزه او کشمیر كښې چې كوم ظلم روان دے د هغه مظلومانو غږ مې هم پورته كړے۔ده ووئيل صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د امریکې نائب صدر جے ډی وینس او خارجه وزير مارکو روبیو هم موجود وو،زمونږ تعمیری خبري شوي۔د پاك هند جنګ بندۍ كښې په کردار ترسره كولو د صدر ډونلډ ټرمپ مننه كوو۔ ده ووئېل كه جنګ اوږد شوے ؤ نو لويې زيان كيدلے شو۔ما وئيلي وؤ چې دواړه اتومي هېوادونه دي، كه صدر ډونلډ ټرمپ په وخت او د پريكړې وړ کردارنه نه ؤ ترسره كړے نو نه يواځې سيمه بلكه په نړۍ د دې جنګ اثرات پريوتل،هم دغه وجه ده چې پاکستاني قام د امن په هڅو د نوبل انعام لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ نامه تجویز کړه ۔ صدرډونلډ ټرمپ د دې نه ځانله هم په نړۍ كښې تاؤ ترېښوالي كمولو له كردار ترسره كړے۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل زه او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د خارجه پالیسۍ او معیشت پشمول په ټولو چارو مشاورت کوو او مونږ يو يو، په اخلاص سره شپه ورځ كار كوو۔دعا كوو چې دا همغږي روانه وي دغسې چې د ماضي د زيانونو آزاله اوشي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل مونږ د طاقت په زغل كښې نه يو شامل ٬ مونږ د پاکستان پرمختګ او سوكالي غواړو او د هېواد اقتصادي منزل له چمتو يو۔د غريبۍ او بے روزګارۍ خاتمې او د سرمایه کارۍ ودي لپاره ګامونه پورته كوو۔زراعت ، آئي ټی، مصنوعی ذهانت کان کنی او معدنیات او ځوانانو ته خاص پام لرنه كوو ځكه چې د ځوانانو لويه آبادی د يو چیلنج سره سره زمونږ سره يوه موخه هم ده۔كه ځوانانو له تعلیم وركړے شي،هغوې له فنی تربیه آئی ټی،زراعت مصنوعی ذهانت كښې موقعې وركړې شي نو هېواد به تندۍ سره پرمختك وكړي۔ وزیراعظم ووئيل يو زر زدكوونكو له چین كښې تربيه وركړې كيږي٬ د هغوې به بيرته راتللو به هېواد په زرعی څانګه كښې انقلاب راشي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب وزیراعظم ووئيل زما پشمول د ټول قام خوښه ده چې پاکستان په معاشی توګه يو سوكاله هېواد جوړ شي،په خپلو پښو اودريږي ، قرض څخه خلاص شوو،خپل دولت پخپله پيدا كړو۔په دې اړه پاکستانے قام لوئ صلاحیت لري او لوي څښتن مونږ له قدرتی وسائل راكړي۔ده ووئېل وخت راغلے چې دې څخه ګټه پورته كړو۔خلیجی هېوادونه سعودي عرب او امریکا زمونږ مرسته كول غواړي ٬ چين زمونږ سره سټریټجکي اړيكي لري ٬ دې څخه بهتر حالات نه شي راتللے۔مونږ چې په عزم سره كار كوو نو بيا كوم هم څيز زمونږ په لاره كښې خنډ نه شي جوړيدلے

مزید خبریں