د پاکستان بحري څانګه د تجارت او معاشي استحكام د ملا تير دے٬ بحري پرمختګ د قامي پرمختګ ضمانت دے۔صدر مملکت آصف علی زرداري

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د پاکستان بحري څانګه د تجارت او معاشي استحكام د ملا تير دے٬ بحري پرمختګ د قامي پرمختګ ضمانت دے۔ د سمندري تجارت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې صدر مملكت ووئيل سمندری څانګه د پاکستان د تجارت، رابطه كارۍ او معاشی استحکام كښې د ملا د تير حیثیت لري، پاکستان د خپل بحري …

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداري وئيلي دي د پاکستان بحري څانګه د تجارت او معاشي استحكام د ملا تير دے٬ بحري پرمختګ د قامي پرمختګ ضمانت دے۔ د سمندري تجارت نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې صدر مملكت ووئيل سمندری څانګه د پاکستان د تجارت، رابطه كارۍ او معاشی استحکام كښې د ملا د تير حیثیت لري، پاکستان د خپل بحري سفر د يو پريكړې وړ په پړاؤ ولاړ دے،زمونږ سمندر يواځې د تجارت دروازې نه بلكه د قامي پرمختګ ، رابطه كارۍ او نړيوال شمولیت ستن هم ده،حکومت په كوټلي اصلاحات عملدرآمد کوي چې پكښې د بندر ځايونو پرمختګ، د انفراسټرکچر جوړونه، ډیجیټائزیشن او د استعداد زياتول شامل دي دغسې چې د پاکستان سمندری ډھانچه يو داسې مرکز شي كوم چې کارکردګی، جدت او لچك كښې ښكاره وي او نړيوال معیارات او ښه طرزِعمل سره همغږي ولري۔ صدر آصف علی زرداري ووئيل د بحري پالیسو بيا د سره جاج اخستو او په ترمیم هم كار روان دے دغسې چې د دې څانګي مجموعي پرمختګ باوري كړے شي۔ده ووئيل د پاکستان شپنګ کمپنیو لپاره خصوصي مراعات سره به نه يواځې په غیر ملکي کیریئرز انحصار کم شي بلكه د مال وړولو تحفظ به هم اوشي او قیمتی زرمبادله به بچت شي۔ده ووئيل دې اقدامات سره به قامي شپنګ مسابقت زيات شي، تجارتی سهولتونه به زيات شي او پاکستان به نړيوال او سيمه ايز سپلائی چینز سره په ښه ډول وتړلې شي۔صدرِ مملکت ووئيل دا اصلاحات يواځې انفرادي اقدامات نه دي بلكه د يوې كوټلې قامي تګلارې برخه ده دغسې چې د پاکستان د اوږدې مودې معاشي او تزویراتی ګټي باوري شي او نړيواله ورورولۍ كښې ذمه وار کردار ترسره كړي۔ده ووئيل د پاکستان سمندری سباؤن روښانه او امید لرونكے دے۔ده ووئيل ےد اعلیٰ کارکردګۍ غیر متزلزل عزم سره پاکستان يو مسابقتی، پائیدار او په نړيواله توګه د يو معزز بحري هېواد په توګه خپل مقام ترلاسه كوي۔صدر مملکت آصف علی زرداري د خپل پیغام په آخر كښې ووئيل په ښه پالیسو او محنتب به پرمختللے او قوي بحري سباؤن جوړولې شي كوم به چې زمونږ لپاره د وياړ وړ وي

مزید خبریں