پاکستان په ټولو محاذونو په تندۍ سره پرمختګ كوي،معاشی استحکام ترلاسه شوے۔وزیراعظم

لندن 28 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان د معیشت ،خارجه اړيكو او دفاع پشمول په ټولو محاذونو په تندۍ سره پرمختګ كوي، معاشی استحکام ترلاسه شوے، اوس هېواد د معاشی نمو او پرمختګ پلو روان دے۔ لندن كښې د پاکستان هائی کمېشن دورے په مهال بهر هېواد كښې مېشته پاکستانیانو پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل تير وخت كښې پاکستان معیشت د يو …

لندن 28 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان د معیشت ،خارجه اړيكو او دفاع پشمول په ټولو محاذونو په تندۍ سره پرمختګ كوي، معاشی استحکام ترلاسه شوے، اوس هېواد د معاشی نمو او پرمختګ پلو روان دے۔ لندن كښې د پاکستان هائی کمېشن دورے په مهال بهر هېواد كښې مېشته پاکستانیانو پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل تير وخت كښې پاکستان معیشت د يو مشكل دور څخه تير شوے۔ده ووئيل د موجودہ حکومت ټولي کامیابۍ خلوص، محنت او ټیم ورك نتیجه ده او ټولو په اهداف ترلاسه كولو كښې خپل کردار ترسره كړې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په مرسته، مشاورت، خلوص، پرله پسې هڅو او فکر و عمل اتحاد سره په هر مشکل قابو موندلې كيدے شي او پرمختګ كولې شو،پاکستان د قومونو ورورولۍ كښې وقار او احترام ترلاسه كړې۔ ده ياد تازه كړو چې پاکستان جنګ كښې فتح ترلاسه كړي او خپل دښمن له ئې ماتې وركړې دې نه پس نړۍ كښې د پاکستان وقار دنګ شوے۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې خپل تقریر كښې ما د پاكستان د اولس نمائندګی کړې،د خپل اولس مقدمه مو وړاندې كړي او د هغوي د جذبات عکاسی شوې۔ ده په ګوته كړه چې خپل تقریر كښې ما د كشمير او فلسطین مسئلې رامخې ته كړي۔ده ووئيل مقبوضه جموں او کشمیر اولس به يوه ورځ د خپلې آزادۍ منزل ترلاسه كړي۔ وزیراعظم ووئيل د غزہ وګړي چې د کوم ظلم و بربریت سره مخ كيږي په نړۍ كښې مثال نه لري۔د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د غزه په اړه عرب اسلامی هېوادونو مشاورت به د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شي۔ ده ووئيل غزہ كښې قابض پوځ د ميرمنو،ماشومانو او مشرانو وګړو پشمول 64000 مسلمانان وژلي دي،ده په غزہ كښې د امن او ظلم خاتمے دعا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په واشنګټن كښې د صدر ټرمپ سره زما تعمیری او کارآمد ملاقات په ښه چاپيرچل كښې شوے۔ده زور راوړلو سره ووئيل دغه ملاقات به د امریکا سره اړآكي ښه كيدو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان زمونږ قیمتی اثاثه ده،هغوې د پاکستان عظیم سفیران دي او د خپل هېواد په ښه ډول خذمت کوي۔په دې موقع نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي په مهال وزیراعظم د پاکستان په ښه ډول نمائندګی کړې۔ده ووئيل 5 عرب هېوادونه ؛ سعودی عرب، متحدہ عرب امارات، قطر، اردن او مصر او تین غیر عرب اسلامي هېوادونو ؛ پاکستان، ترکیې او انډونیزیا پشمول 8 هېوادونو د امریکې صدر سره ملاقات کړې او د غزہ په مسئله ئې د خيالاتو څرګندونه كړي۔ ده ووئيل ابتدائی ملاقات نه پس هم ملاقاتونه روان وو او د دې به د غزہ په معامله مثبت نتيجې ترلاسه شي، كومي به چې د قوم سره شیئر کولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل د پاکستانی قیادت د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي په مهال تقریباً دوه درځن ملاقاتونو كښې په ټول فورمز د قوم نمائندګي كړې۔ د پاکستان پلاوي د کشمیر، فلسطین او غزہ مسئلې د نړيوالي ورورولۍ په وړاندې كړي۔ده ووئيل كله چې وزیراعظم اپرېل 2022 كښې عبوری موده كښې ذمه واري سنبھال كړه نو پاکستان معاشی ډیفالټ خڅه بچ شو۔ده ووئيل نواز شریف د پاکستان معیشت 24م لوئ معیشت جوړ كړې ؤ كوم چې بيا راروانو څلورو كلونو په مهال د بدانتظامۍ په وجه 47م لمبر ته راغلې ؤ۔ ده ووئيل اوس حالات ښه شوې، معاشی استحکام ترلاسه شوے ، د سود شرح 22 فیصده څخه کميدو سره 11 فیصده پاتي شوې او ګراني د 30 فیصده څخه كميدو سره 5 فیصده پاتي شوې۔ده ووئيل وخت سره سره به پاکستان پرمختګ كوي،دې سره به غريبي نوره هم ختمه شي، پرمختګ به وشي او اوالس سړي سر آمدن به زيات شي۔ده ووئيل حکومت پاکستان مخ په وړاندې بوتللو هڅه كوي۔په دې مهال د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د ملاقات په مهال سمندر پوري پاكستانيانو وزیراعظم د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي ته وينا وستائله او د پاکستان نقطه نظر په ښه ډول په وړاندې كولو ئې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وزیراعظم چې په څه ډول د کشمیر مقدمه ملګرو ملتونو كښې وړاندې كړي هغه د ستائنې وړ ده۔سمندر پوري پاکستانیانو جموں او کشمیر او فلسطین شخړو په اړه په بشپړه غږ پورته كولو د وزیراعظم ستائنه وكړه ۔ دې نه پس وزیراعظم د پاکستان په هائی کمېشن كښې د ميلمنو په کتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔

مزید خبریں