د معلومات تر رسنه د هر وګړي بنيادي او آئيني حق دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې د معلوماتو تر رسنه د هر وګړي بنيادي او آئيني حق دے ، جعلي خبرونو د لارې بايد رښتيا پټ نه شي۔د اتوار په ورځ د معلومات تر رسنې نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل معلومات تر رسنې لپاره آئين پاکستان د هغې تحفظ کوي، خبر لرونكي ټولنه د شفافيت،پرمختګ …

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې د معلوماتو تر رسنه د هر وګړي بنيادي او آئيني حق دے ، جعلي خبرونو د لارې بايد رښتيا پټ نه شي۔د اتوار په ورځ د معلومات تر رسنې نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل معلومات تر رسنې لپاره آئين پاکستان د هغې تحفظ کوي، خبر لرونكي ټولنه د شفافيت،پرمختګ او انصاف بنياد ايږدي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل درست او په وخت معلومات اولس خپلواكه او په حکومت اعتماد زياتوي، ميډيا اهميت په موجوده دور كښې زيات شوے، ذمه واره رپورټنګ د هر خبريال بنيادي ذمه واري ده،بايد د جعلي خبرونو د لارې رښتيا پټ نه كړې شي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د معلوماتو آزادانه بهاؤ د شفاف حکمرانۍ او ښه انتظامي چارو لپاره ضروري دے۔ده ووئيل د اطلاعات محکمه د حکومت او اولس ترمينځه د پل کردار ترسره كوي،ټولي ادارے دې معلومات تر رسنې نظام لا مؤثره كړي۔

مزید خبریں