اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) مالی كال 2024-25 كښې د پاكستان مينځني اسياﺀ رياستونو افغانستان او آذربائیجان سره دوه اړخيزه تجارت زيات شوے،كوم چې 2.41 اربه ډالره ته رسيدلې۔ ویلتھ پاكستان ته ترلاسه شوي دستاویزات له مخې تير مالي كال 2023-24 كښې دا حجم 1.92 اربه ډالره ؤ،دې څخه ظاهر شوې چې سيمه كښې معاشی رابطې يو ځل بيا تندي شوي او د پاكستان برآمدات او درآمدات زياتيږي۔رپورټ …
پاكستان د مينځني اسياﺀ هېوادونو افغانستان او آذربائیجان سره تجارت 2.41 اربه ډالره ته ورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) مالی كال 2024-25 كښې د پاكستان مينځني اسياﺀ رياستونو افغانستان او آذربائیجان سره دوه اړخيزه تجارت زيات شوے،كوم چې 2.41 اربه ډالره ته رسيدلې۔ ویلتھ پاكستان ته ترلاسه شوي دستاویزات له مخې تير مالي كال 2023-24 كښې دا حجم 1.92 اربه ډالره ؤ،دې څخه ظاهر شوې چې سيمه كښې معاشی رابطې يو ځل بيا تندي شوي او د پاكستان برآمدات او درآمدات زياتيږي۔رپورټ له مخې مالي كال 2025 كښې پاكستان دغه هېوادونو ته برآمدات زياتيدو سره 1.77 اربه ډالره ته رسيدلې دي دغسې د دغه هېوادونو سره درآمدات 641 ميليونه ډالره پاتې شوي۔د تير مالی كال په مقابله كښې دا واضحه اضافه ده،كله چې برآمدات 1.34 اربه ډالره او درآمدات 581 ميليونه ډالره ریكارډ كړې ؤ۔افغانستان اوس هم د پاكستان تر ټولو لوې تجارتی شراكت دار دے چرته چې برآمدات زياتيدو سره 1.39 اربه ډالره دغسې درآمدات 612.5 ميليونه ډالره ته رسيدلې دي۔ قازقستان هم مهم شراكت دار په توګه خپل ځائې جوړ كړې،چرته چې د پاكستان برآمدات 250.8 ميليونه ډالره ته رسيدلې دي۔ازبكستان ته لېږلې كيدونكي د پاكستان برآمدات 91.4 ميليونه ډالره ؤ دغسې هلته څخه درآمدات تر 20.3 ميليونه ډالره محدود ؤ۔نورو هېوادونو پشمول كرغزستان، تاجكستان، تركمانستان او آذربائیجان سره د تجارت حجم نسبتاً كم ؤ۔







