ملائیشیا د پاکستان په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړي كوم ته چې پاکستان د قدر په سترګه ګوري،پاك ملائیشیا د تجارت استعداد څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره اقدامات کوي۔وزیر اعظم شهباز شریف

نیویارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې ملائیشیا د پاکستان په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړي كوم ته چې پاکستان د قدر په سترګه ګوري،پاك-ملائیشیا د تجارت په اړه په زړه پوري استعداد شته د كوم څخه چې د ګټي پورته كولو له اقدامات کوو،پاکستان د بیف ملائیشیا ته برآمد لپاره دې اړوندي ادارې د عمل وړ منصوبه بندی وكړي۔د وزیراعظم آفس …

نیویارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې ملائیشیا د پاکستان په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړي كوم ته چې پاکستان د قدر په سترګه ګوري،پاك-ملائیشیا د تجارت په اړه په زړه پوري استعداد شته د كوم څخه چې د ګټي پورته كولو له اقدامات کوو،پاکستان د بیف ملائیشیا ته برآمد لپاره دې اړوندي ادارې د عمل وړ منصوبه بندی وكړي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د خالي په ورځ نیویارك څخه د ویډیو لنك د لارې د پاکستان او ملائیشیا ترمينځه تجارت ودې په اړه د غونډي مشري وكړه۔د غونډي په مهال په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان او ملائیشیا خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري كومي چې په لسيزو اډانه دي، ملائیشیا د پاکستان په هر سخت وخت كښې ملګرتيا كړي كوم ته چې پاکستان د قدر په سترګه ګوري۔په غونډه كښې د پاکستان او ملائیشیا ترمينځه د تجارتی اړيكو تفصیلی جاج واخستلے شو۔په دې موقع وزیرِاعظم ته ملائیشیا كښې د پاکستان برآمدی استعداد په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔وزیرِاعظم په دې مهال ملائیشیا پاکستان تجارت او په خاص توګه د پاکستان بیف ملائیشیا ته برآمد په اړه كوټلي تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں