سېلاب ځپليو سيمو كښې د ځپليو تر بحالۍ به آرام سره نه كېښنو،وزيراعظم شهباز شريف هېواد كښې اوسني سېلابي صورتحال او بحالۍ اقداماتو په اړه د جاج اخستلو غونډي ته وينا

نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې سېلاب ځپليو سيمو كښې د ځپليو تر بحالۍ به چين سره نه كېښنو،د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې موسمياتي بدلون خراب اثرات سره مخ د پاكستانيانو غږ تر نړۍ ته رسولې شوي،د پاكستان په شان پرمختګ كونكې هېواد موسمياتي بدلون سره مخ شوې او قدرتي آفت له امله پرله پسې ځپلې كيږي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم …

نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې سېلاب ځپليو سيمو كښې د ځپليو تر بحالۍ به چين سره نه كېښنو،د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې موسمياتي بدلون خراب اثرات سره مخ د پاكستانيانو غږ تر نړۍ ته رسولې شوي،د پاكستان په شان پرمختګ كونكې هېواد موسمياتي بدلون سره مخ شوې او قدرتي آفت له امله پرله پسې ځپلې كيږي۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وينا نه پس هېواد كښې د اوسني سېلابي صورتحال او بحالۍ په اړه روانو اقداماتو په اړه د جاجاخستلو غونډي مشري وكړه۔په دې مهال وزيراعظم د سېلاب ځپليو لپاره ريليف او بحالۍ كارروائيو تندولو سپارښتنه كولو سره ووئيل سېلاب ځپليو سيڅمو كښې د وګړو تر بحالۍ به آرام سره نه كېښنو۔وزيرِاعظم د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ته د امداد و بحالۍ آپريشنز سختي نګرانۍ او په دې اړه باقاعدګۍ سره د غونډي كولو سپارښتنه وكړه۔ده د اين ډي اېم اے چيئرمين ته صوبو او پي ډي اېم ايز ته د بشپړه مرستي او په هنګامي بنيادونو ځپليو سيمو كښې د زيانونو اندازې لګولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل سېلاب نه پس د فصلونو او بنيادي ډھانچے ته رسيدونكي زيانونو اندازې لګولو سره دې دا عمل زر تر زره بشپر كړې شي دغسې چې امدادي كارروائيو او بحالۍ لپاره كوټلي منصوبه بندۍ كښې آساني وشي۔ وزيراعظم په اېم-5 دريائے ستلج كښې سېلاب ځپلي برخي بحالۍ لپاره اين ايچ اے ته د اقدامات تندولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په موټروے جلال پور پير والا سيمه شګاف سمدستي مرمت دې وكړې شي،د مواصلات سيكرټري او اين ايچ اے چيئرمين دې په سمدستي توګه د اېم-5 ځپلي برخې ته رسيدو سره د زيان جاج واخلي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د اوبو له امله خپرو شويو رنځونو مخنيوي لپاره دې ټول ضروري اقدامات وكړې شي،سېلاب ځپليو سيمو كښې د فصلونو كروندې لپاره دې هم خصوصي اقدامات وكړې شي۔وزير اعظم محمد شهباز شريف نيويارك څخه د ويډيو لنك د لارې اوسني سېلابي صورتحال او روانو هلو ځلو او بحالۍ اقداماتو په اړه د جاج اخستلو غونډي مشري وكړه۔په غونډه كښې د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير پشمول د څلورو واړو صوبو چيف سيكريټريز هم كډون وكړو۔په غونډه كښې د اين ډي اېم اے چيئرمين وزيرِاعظم ته سېلاب ځپليو سيمو په صورتحال او د بحالۍ په تګلاره بريفنګ وركړو۔غونډي ته ووئيل شول چې تقريباً درې نيم لكهه وګړي امدادي كيمپس او خيمو څخه بيرته كورونو ته تللي دي۔سندھ كښې دا مهال ځيني كيمپونو كښې وګړي مېشته دي، سېلابي اوبه مخ په كميدو دي دې نه پس به دغه وګړي هم ډير زر خپلو كورونو ته ستانه شي۔غونډي ته ووئيل شول چې ځپليو له راشن و امداد وركړې كيږي۔غونډي ته ووئيل شول چې د پنجاب حكومت د ځپليو بحالۍ له مثالي اقدامات كوي،فصلونو زيان او كروندګرو بحالۍ په اړه ههم تجاويز وړاندې كړې شول۔د غونډي په مهال وزيرِاعظم راروانه يوه اوونۍ كښې د زيانونو جاجد اخستلو په اړه يو كوټلې رپورټ مرتب كولو سره د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔

مزید خبریں