پاكستان به د سلامتي كونسل غړي په حېث سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا لپاره خپل ګټور كردار دوامداره ساتي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

نيويارك 27 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو مركزي كردار سره ګڼ اړخيزه نظام قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلي كولو سره وئېلي دي پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړي په حېث سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا لپاره خبل ګټور كردار ادا كول دوامدار ساتي ٬نړۍ له په ګډه نور موسمياتي و مالي وسائل متحرك كول پكار دي٬د جمو و …

نيويارك 27 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو مركزي كردار سره ګڼ اړخيزه نظام قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلي كولو سره وئېلي دي پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړي په حېث سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا لپاره خبل ګټور كردار ادا كول دوامدار ساتي ٬نړۍ له په ګډه نور موسمياتي و مالي وسائل متحرك كول پكار دي٬د جمو و كشمير شخړې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې دې منصفانه او پرامن حل ولټولې شي٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس سره په ملاقات كښې كړې۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره ملاقات كړے۔ په زړه پوري ماحول كښې شوي ملاقات كښې وزيراعظم د ملګرو ملتونو مركزي كردار سره ګڼ اړخيزه نظام قوي كولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو دغسې چې د نړۍ مهم ترين مسئلو حل له مرسته ترلاسه شي۔وزيراعظم د نړيوال امن او استحكام ودې او د پرمختګ كوونكو هېوادونو غږ موثر جوړولو كښې د سېكرټري جنرل د غوره قيادت او د ملګرو ملتونو كردار وستائېلو۔وزيراعظم پاكستان كښې د اوسني تباهۍ كونكې سيلاب په مهال د حكومت د مرستې او رېسكيو هڅو په ستائنه كولو د سېكرټري جنرل مننه وكړه او زور يې راوړو چې نړۍ له به په ګډه نور موسمياتي و مالي وسائل متحرك كول پكار دي دغسې چې پاكستان پشان په موسمياتي لحاظ څخه په كمزورو هېوادونو د ماحولياتي بدلون اثرات كم كړی شي۔وزيراعظم د پاكستان لپاره په مهمو قامي او سيمه ايزو وسائلو هم خبره وكړه چې پكښې د جمو كشمير شخړه٬ د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي او پاكستان كښې د بهرنې مرستې لرونكې ترهه ګري شامله ده۔ده د جمو او كشمير شخړې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې په منصفانه او پرامن حل لټولو زور راوړو ۔وزيراعظم اوسني پاك هند تاؤ تريخوالې كمولو كښې د سېكرټري جنرل مشري او مخلصانه هڅې وستائېلې۔وزيراعظم د غزه په سنګين صورتحال د تشويش څرګندونې سره سمدستي جنګ بندۍ٬بشري مرستې وركولو او د فلسطين رياست قيام لپاره د نه ستنېدونكي سياسي عمل پېل كولو د ملاتړ پخلے وكړو۔وزيراعظم دا عزم هم رامخې ته كړو چې پاكستان به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړي په حېث سيمه ايز او نړيوال امن او و سلامتيا لپاره خپل ګټور كردار ادا كوي۔سېكرټري جنرل ملګروملتونو كښې د پاكستان قوي دريځ او مهم كردار وستائېلو٬په خاص توګه په سلامتي كونسل كښې اختيار كړي اصولي دريځ ته يې پېرزوئنې وړاندې كړې ۔دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې په نړۍ كښې امن او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره د ملګرو ملتونو لازمي كردار د لا زياتولو او قوي كولو ضرورت دے۔

مزید خبریں