د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د دولت مشتركه پخواني سېكرټري جنرل د ملګرو ملتونو غونډې په موقع مهم ملاقات

نيويارك 27ستمبر(اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې(يو اين جي اے)په موقع د دولت مشتركه پخواني سېكرټري جنرل پيټريشيا سكالټ لينډ سره ملاقات وشو او دواړو لارښودو د شريكې خوښې ٬سيمه ايز امن او پرمختګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات پھ مهال …

نيويارك 27ستمبر(اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې(يو اين جي اے)په موقع د دولت مشتركه پخواني سېكرټري جنرل پيټريشيا سكالټ لينډ سره ملاقات وشو او دواړو لارښودو د شريكې خوښې ٬سيمه ايز امن او پرمختګ په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات پھ مهال نائب وزيراعظم د دولت مشتركه غړو رياستونو ترمينځه مرستې لا قوي كولو له د پيټريشيا سكالټ لينډ مهم كردار ستائنه وكړه۔هغه تېر كال د پاكستان كاميابې دورې هم ذكر وكړو كومې څخه چې شريكې اړيكې په جديدو بنيادونو مخ په وړاندې تللي دي۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې٬سيمه ايز امن او پرمختګ په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔نائب وزيراعظم د پاكستان لخوا په منطقه كښې پرامن مرستې لپاره د عزم پخلے وكړو۔پخواني سېكرټري جنرل پيټريشيا سكاټ لينډ د سيمه ايز امن او پرمختګ اقدامات په لړ كښې د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د فعاله كردار ستائنه وكړه۔

مزید خبریں