كراچي 26 ستمبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي د دورې په مهال لاس ليك شوې مفاهمتي دستاويزات به د پاكستاني اولس په خاص توګه د كركيلې او لائيو سټاك څانګې سره تړون لرونكو كروندګرو لپاره ګټه ور ثابت شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ شوي بيان بيان له مخې دا خبره صدر مملكت آصف علي زرداري په كراچۍ كښې د چين قونصل جنرل …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره په كراچۍ كښې د چين قونصل جنرل ملاقات

مزید خبریں
كراچي 26 ستمبر(اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي د دورې په مهال لاس ليك شوې مفاهمتي دستاويزات به د پاكستاني اولس په خاص توګه د كركيلې او لائيو سټاك څانګې سره تړون لرونكو كروندګرو لپاره ګټه ور ثابت شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ شوي بيان بيان له مخې دا خبره صدر مملكت آصف علي زرداري په كراچۍ كښې د چين قونصل جنرل يانګ يون ډونګ سره د ملاقات په مهال كړی چا چې صدر مملكت آصف علي زرداري سره ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د چين قونصل جنرل صدر مملكت آصف علي زرداري ته د چين په كاميابه دوره مباركي وركړه ۔په دې موقع صدر مملكت آصف علي زرداري د چين دورې په مهال د چين مشرتابه مېلمستيا او په خېرسګالۍ مننه وكړه۔صدر مملكت ووئيل د دورې په مهال لاس ليك شوې مفاهمتي دستاويزات د پاكستان اولس په خاص توګه د كركيلې او لائيو سټاك څانګې سره تړون لرونكو كروندګرو لپاره به ګټور ثابت شي۔صدر آصف علي زرداري بيجنګ كښې د سي پېك شريكې مرستې كمېټۍ(جے سي سي)14مې غونډې هم هركلے وكړو۔صدر مملكت د سي پيك فيز ټو په پېل د پاكستان او چين اړيكو كښې مهم سنګ ميل وګرځولو۔صدر مملكت دا باور څرګند كړو چې د سي پېك نوې پړاؤ كښې اولسي پرمختګ٬جدت٬كركيلې او د برآمدات ودې ته د پام لرنې به سبب به د پاكستان معيشت لپاره نوې لارې پرانستلې شي ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل سي پېك فيز ټو به د پاكستان او چين د هر موسم ملګرتيا لا مضبوطه كړي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د چين حكومت او اولس ته د چين په قامي ورځ هم مباركي وركړه او د چين سلامتيا٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه







