نيويارك 26 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ پاكستان لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندولو سره د امريكې كمپنيو ته سمدستي پاكستان ته د تللو او د سرمايه كارۍ جاج اغستلو وئېلي دي٬د هغه جنګ بندۍ لپاره كردار سوئېلي آسيا كښې د پائيدار امن لپاره مهم ؤ ٬پاكستان د هند لخوا د ترهه ګرۍ بشپړ ځواب وركوي٬د غېر ملكي فنډنګ څخه د ترهه ګرۍ …
صدر ټرمپ سره په ښه ماحول كښې ملاقات شوے٬هغه د امريكې كمپنيو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ امكانات د جاج اخستلو هدايت كړے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف خبريالانو سره خبرې

مزید خبریں
نيويارك 26 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ پاكستان لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندولو سره د امريكې كمپنيو ته سمدستي پاكستان ته د تللو او د سرمايه كارۍ جاج اغستلو وئېلي دي٬د هغه جنګ بندۍ لپاره كردار سوئېلي آسيا كښې د پائيدار امن لپاره مهم ؤ ٬پاكستان د هند لخوا د ترهه ګرۍ بشپړ ځواب وركوي٬د غېر ملكي فنډنګ څخه د ترهه ګرۍ كاروائۍ كوونكو ترهه ګرو او ايجنټانو صفائۍ كوو۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې ته خطاب نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وزيراعظم د امريكې صدر سره د شوي ملاقات په اړه ووئېل صدر ټرمپ سره په ښه ماحول كښې خبرې شوي٬هغه د پاكستان لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګند كړی٬هغه سره دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت او سرمايه كارۍ باندې خبرې اترې شوي٬د امريكې صدر پاكستان سره تجارتي اړيكو او شريكو پروژو كښې سرمايه كارۍ لپاره د ډاډګيرنې خبرې كړي او د امريكې كمپنيو ته يې هدايت كړے چې هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ امكانات جاج واخلي۔وزيراعظم ووئيل د امريكې كمپنيو سره مونږ شريكو پروژو لپاره لاس ليك هم كړے۔وزيراعظم ووئيل صدر ټرمپ او د هغه ډلې د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندۍ كښې ځانګړے او دانشمندانه كردار ادا كړے۔صدر ټرمپ د جنګ بندۍ پريكړه په سوئېلي آسيا كښې د پائيدار امن لپاره مهمه وه ٬ په كوم چې ما د خپلې خوا او د پاكستان 24 كروړ اولس لخوا د هغه يو ځل بيا مننه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د پاك هند جنګ بندۍ كښې د صدر ټرمپ د كردار معترف دي٬كه چرې جنګ زيات شوے ؤ نو په منطقه كښې به ډېره تباهي شوې وه ٬ځكه د امن په هڅو مونږ صدر ټرمپ د امن ايوارډ لپاره نامزد كړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د هند څخه جنګ ګټلے٬اوس امن ګټل غواړو۔وزيراعظم ووئيل مونږ د هند د پورې غاړه ترهه ګرو بشپړ ځواب وركوو٬ د ترهه ګرو او د ايجنټانو صفائي كوو كوم چې د غېر ملكي فنډنګ څخه د ترهه ګرۍ كاروائۍ كوي







