اسلام آباد 26 ستمبر(اے پي پي)د قانون او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د جمعې په ورځ د مخه ښې اسغتو ملاقات وكړو۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د هائي كمشنر هركلي كولو سره د پاكستان او آسټرېليا د ملګرتيا اړيكو لا مستحكمولو٬په خاص توګه د بشري حقونو ودې په اړه د …
د قانون٬انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر د مخه ښې ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 26 ستمبر(اے پي پي)د قانون او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره په پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر نيل هاكنز د جمعې په ورځ د مخه ښې اسغتو ملاقات وكړو۔د وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير د هائي كمشنر هركلي كولو سره د پاكستان او آسټرېليا د ملګرتيا اړيكو لا مستحكمولو٬په خاص توګه د بشري حقونو ودې په اړه د هغه خذمات وستائېل۔ده د بشري حقونو تحفظ٬شموليت او تنوع ودې لپاره د روانې مرستې په اهميت زور راوړو۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير په پاكستان كښې د بشري حقونو فريم ورك لا موثره كولو لپاره د روانو اقداماتو نه هائي كمشنر خبر كړو چې پكښې د بشري حقونو لپاره نېشنل ايكشن پلان باندې عملدرآمد او د پسمانده طبقو تحفظ او د خود مختارۍ اقدامات شامل دي۔هائي كمشنر نيل هاكنز د خپل ملازمت په مهال د دواړو هېوادونو په قوي اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او د پاكستان بشري حقونو ٬مساوات او د سماجي انصاف ودې په هڅو كښې يې د بشپړه مرستې روانې ساتلو د عزم پخلے كړو ۔د ملاقات په اختتام دواړو ډلو د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه مرستې ته د لا ودې وركولو او دوستانه اړيكې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو







