نيويارك 26 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي عبوري افغان حكومت دې د ترهه ګرو ډلو په ضد موثر كاروائي وكړي۔د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې ته خطاب كولو په مهال وزيراعظم ووئېل د نزدې ګاونډي په حېث سره پاكستان پرامن افغانستان سره نيغ په نيغه تعلق لري ٬مونږ په دې خبره باور لرو چې د پرمختګ او خوشحالي كليد په سيمه ايز …
عبوري افغان حكومت دې د ترهه ګرو ډلو په ضد موثره كاروائي وكړي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
نيويارك 26 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي عبوري افغان حكومت دې د ترهه ګرو ډلو په ضد موثر كاروائي وكړي۔د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې ته خطاب كولو په مهال وزيراعظم ووئېل د نزدې ګاونډي په حېث سره پاكستان پرامن افغانستان سره نيغ په نيغه تعلق لري ٬مونږ په دې خبره باور لرو چې د پرمختګ او خوشحالي كليد په سيمه ايز استحكام او رابطه كښې مضمر دے۔پاكستان ټولو شراكتدارو سره په ګډه په بشري بنيادونو مرسته٬معاشي بحالۍ او افغانستان كښې يو جامع سياسي فريم ورك ډاډګيرنې لپاره مصروف دے۔ده ووئيل عبوري افغان حكومت ته د ميرمنو حقونو پشمول د بشري حقونو پاسداري كول پكار ده او مونږ هيله لرو چې هغوي به د ترهه ګرو ډلو په ضد موثر كاروائي وكړي او دا خبره به باوري كړي چې افغان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد ترهه ګرۍ لپاره استعمال نه كړې شي







