وفاقي وزير مصطفي کمال د ميډيکل او ډينټل پروفيشنلز لپاره لائسنسنګ سسټم پېل كړو

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال د پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل (پي اېم اينډ ډي سي) د کراچۍ په ريجنل آفس كښې په رسمي توګه د ميډيکل او ډينټل پروفيشنلز لپاره لائسنسنګ سسټم پېل كړے دے۔ د جمعې په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزير ووئيل دا مهم اقدام د ميډيکل او …

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفي کمال د پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل (پي اېم اينډ ډي سي) د کراچۍ په ريجنل آفس كښې په رسمي توګه د ميډيکل او ډينټل پروفيشنلز لپاره لائسنسنګ سسټم پېل كړے دے۔ د جمعې په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزير ووئيل دا مهم اقدام د ميډيکل او ډينټل ګريجويټس او پريکټيشنرز سهولت لپاره پورته كړے شوے ٬ دا ډيجيټل اقدام د رجسټريشن عمل آسان او تندولو لپاره معارفي كړے شوے ۔ ده ووئيل د کراچۍ ميډيکل او ډينټل پريکټيشنرز له د کراچۍ څخه اسلام آباد هېډ آفس ته د تګ ضرورت نه وي ٬ د پي اېم اينډ ډي سي د رجسټرېشن ټول سروسز به د کراچي په ريجنل آفس كښې وي۔ ده ووئيل دې اقدام به سره نوې ګريجويټس، ميډيکل او ډينټل پروفيشنلز او سپيشلسټس خپل رجسټريشن په خوندي ډول ترسره كولې شي از دې نظام سره به سپېځلتيا٬ موثرتيا او سهولت لا وده ومومي۔ ده ووئيل د ميډيکل ايجوکيشن معيار لوړ مقام ته د رسولو عزم لرو۔

مزید خبریں