وزيراعظم د پوځ سرلښكر سره په ګډه د امريكې جمهورريئس سره وليدل٬ ټرمپ د سولې عملبردار دے، د هغه له بركته د پاكستان او هند ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوې، د پاكستان او امریكا اړیكې به نورې هم پیاوړې شي۔ شهباز شريف

واشنګټن 26 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د امريكې جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د سولې عملبردار ګرځولو سره وئيلي دي د هغه له بركته د پاكستان او هند ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوې، د پاكستان او امریكې اړیكې به نورې هم پیاوړې شي٬ وزيراعظم د امريكې كمپنو ته پاكستان كښې په زراعت، انفارميشن ټيكنالوجۍ، معدنيات او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه او د دواړو …

واشنګټن 26 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د امريكې جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د سولې عملبردار ګرځولو سره وئيلي دي د هغه له بركته د پاكستان او هند ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوې، د پاكستان او امریكې اړیكې به نورې هم پیاوړې شي٬ وزيراعظم د امريكې كمپنو ته پاكستان كښې په زراعت، انفارميشن ټيكنالوجۍ، معدنيات او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه امنيتي او استخباراتي مرستې په لا زياتولو ئې زور رواړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزير اعظم شهباز شريف په سپينه ماڼۍ كښې د امريكې جمهورريئس ډونلډ جے ټرمپ سره ليدلي٬ په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلالِ جرأت هم موجود ٶ۔ د جاري بيان له مخې بيان ملاقات ډېر په زړه پورې ماحول كښې وشوې۔ وزيراعظم صدر ډونلډ ټرمپ د “سوله عملبردار” ګرځولو سره ګرده نړۍ كښې د شخړو خاتمې لپاره د ھغه د مخلصانه ستړو ستائنه وكړه۔ ده د صدر ټرمپ د جرأت مندانه او پرېكنده قيادت ستائنه وكړه د چا له بركته چې د پاكستان او هند ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوې او منطقه د يو لوي بحران نه بچ شوه۔ وزيراعظم د مېنځني ختيز په صورتحال د خبرو په مهال غزه كښې په سمدستي جنګ بندۍ او امن لپاره د صدر ډونلډ ټرمپ د هلو ځلو په خاص توګه په روانه اوونۍ كښې په نيويارك كښې د اسلامي نړۍ مشرانو د غزه او لويديز غاړې پشمول په مېنځني ختيز كښې د امن بحالي لپاره د جامع مشاورت رابللو ستائنه وكړه۔ وزيرِاعظم د سږني كال په پېل كښې د پاكستان او امريكې ترمېنځه په ترسره شوې ټېرف ارينجمنټ هم د صدر ټرمپ مننه وكړه۔ ده د پاكستان او امريكې ترمېنځه د اوږدې مودې د شراكتدارۍ ذكر سره د دې دا هيله څرګنده وكړه چې د صدر ټرمپ په مشرۍ كښې به د دواړو هېوادونو شريكې ګټه له د پاك امريكا اړيكې لا قوي شي۔ په دې موقع وزيراعظم د امريكې كمپنو ته پاكستان كښې په زراعت، انفارميشن ټيكنالوجۍ، معدنيات او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه٬ دواړو مشرانو د سيمه ايزې سلامتيا او ترهګرۍ مخنيوي لپاره د مرستې په زياتولو هم خبرې وكړې٬ وزيرِاعظم د ترهګرۍ مخنيوي كښې د پاكستان كردار له د صدر ټرمپ لخوا په ښكاره ملاتړ مننه وكړه او امنيتي او استخباراتي مرستې په لا زياتولو ئې زور رواړو۔ د بيان له مخې وزيراعظم صدر ډونلډ ټرمپ ته په ګرمجوشۍ سره په مناسب وخت كښې د پاكستان د سركاري دورې كولو بلنه هم وركړه

مزید خبریں