د وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره په زړه پورې ماحول كښې ملاقات٬د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم په ملاقات كښې موجود ؤ

واشنګټن 26 ستمبر (اے پي پي(وزيراعظم محمد شهباز شريف او د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ ترمينحه د زيارت په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول آفس كښې ملاقات شوے۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم په ملاقات كښې موجود ؤ ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو۔د امريكې نائب صدر جے ډي وينس او سټيټ آف …

واشنګټن 26 ستمبر (اے پي پي(وزيراعظم محمد شهباز شريف او د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ ترمينحه د زيارت په ورځ د سپينې ماڼۍ په اوول آفس كښې ملاقات شوے۔د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم په ملاقات كښې موجود ؤ ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو۔د امريكې نائب صدر جے ډي وينس او سټيټ آف سېكرټري ماركو روبيو هم ملاقات كښې موجود وو۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملاقات نه وړاندې سپينۍ ماڼۍ كښې خپل يو پرېس كنفرنس ته خطاب كښې د پاكستان وزيراعظم او د وسله والو ځواكونو مشر په راتګ خبريالان په پرجوش انداز خبر كړل او هغوي لپاره يې توصيفي كلمات ادا كړل ۔هغه د وزيراعظم هركلي كولو سره ووئېل د پاكستان عظيم لارښود شهباز شريف او د پاكستان وسله والو ځواكونو مشر فيلډ مارشل عاصم منير ملاقات لپاره راروان دي٬دواړه ښه شخصيات دي٬زما په تلو كښې لږ تاخير كيږي٬هغوي ښكلې اوول آفس ته رارسېدلې دي٬اوس به لږ وخت پس هغوي سره ملاقات كيږي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر سره ملاقات لپاره اينډ ريوايئر بيس ته په رسېدو په ريډ كارپټ د امريكې ايئر فورس اعلٰی عهديدار تود هركلے وكړو ٬ دغې نه پس وزيراعظم موټر كيډ د امريكې سيكيورټي حصار كښې ايئر بيس نه روان شو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډه كښې ګډون لپاره نيويارك ته تللے چرته به چې هغه د جمعې په ورځ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خطاب كوي۔د يادونې وړ ده وزيراعظم تېره ورځ د عرب اسلامي هېوادونو كنفرنس په موقع هم د امريكې صدر سره ملاقات شوے ؤ۔

مزید خبریں