اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د قانون او انصاف وزارت له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬قانوني چارو او د وفاق او صوبې ترمينځه مرستې ته په لا ودې وركولو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئېل بلوچستان اسمبلۍ كښې …
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د قانون او انصاف وزارت له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬قانوني چارو او د وفاق او صوبې ترمينځه مرستې ته په لا ودې وركولو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي ووئېل بلوچستان اسمبلۍ كښې په اتفاق سره موثره قانون سازي كيږي كومې څخه چې به چې د اولسي مسئلو حل له مرسته ترلاسه شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د صوبې اولس ته تر انصاف په وخت او آسانې رسائي باوري كول د حكومت وړومبې ترجيح ده ۔په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د قانوني اصلاحات عمل تندولو او انصاف وركولو نظام په لا فعاله كولو هم خبرې وشوې۔ د قانون وفاقي وزير باور وركړو چې وفاقي حكومت د بلوچستان اولس ته د زيات نه زيات رېليف وركولو لپاره صوبائي حكومت سره بشپړه مرسته به روانه ساتي۔وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د دې عزم څرګندونه وكړه چې په صوبه كښې د انصاف نظام ښه كولو لپاره به وفاقي حكومت سره په ګډه عملي اقدامات كولې شي۔







