د مسلم ليګ (ن)حكومت تل د اولس د ژوند معيار ښه كولو ته پام كړے ۔سردار اويس احمد خان لغاري

ډېره غازي خان 25 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت تل د اولس د ژوند معيار ښه ساتلو ته پام كړے۔ د پنجاب حكومت د سېلاب ځپليو په عزت او توقير سره بحالوي او مرسته كوي٬د اليكټرك بس سروس پیل كېدو نه پس اوس د اسلام آباد او ډېره غازي خان د سفري آسانيو فرق ختم شو …

ډېره غازي خان 25 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت تل د اولس د ژوند معيار ښه ساتلو ته پام كړے۔ د پنجاب حكومت د سېلاب ځپليو په عزت او توقير سره بحالوي او مرسته كوي٬د اليكټرك بس سروس پیل كېدو نه پس اوس د اسلام آباد او ډېره غازي خان د سفري آسانيو فرق ختم شو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په ډېره غازي خان كښې د اليكټرك بس سروس پرانستې په موقع دستورې ته وينا كښې كړې۔سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز شريف زمونږ د هېواد د ميرمنو د هيلو ترجماني كولو سره د يو غيور ليډر محمد نواز شريف لور ده۔ده ووئيل زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده چې د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز نن د ډېره غازي خان اولسله ښو سفري آسانيو وركولو لپاره د اليكټرك بسونو ډالۍ راوړلې ده او د دې پرانسته يې هم وكړه ۔ده ووئيل مريم نواز شريف د پنجاب ترقي يافته جوړولو لوظ كړے او دې مقصد لپاره دا شپه ورځ كار كوي۔ده ووئيل د پنجاب اعلٰی وزيره مريم نواز شريف د سوئېلي پنجاب اولس په خاص توګه ميرمنې هم د هېواد په پرمختګ كښې د سړو سره اوږه په اوږه ليدل غواړي او دې مقصد لپاره بارډرز ملټري پوليس او بلوچ ليويز كښې د مېرمنو لپاره د ملازمت موقعې وركړې شوي دغسې چې دوي د خپلو كورنو مرسته وكړي۔

مزید خبریں