حكومت په اسلام آباد او كوئټه كښې ايكسپو و ډسپلے سېنټرز جوړولو ته اول پام لرنه كوي٬ وفاقي وزير جام كمال خان

اسلم آباد۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلې دي حكومت په اسلام آباد او كوئټه كښې د ايكسپو ډسپلے سېنټرز جوړولو ته اول پام لرنه كوي٬د حكومت پام لرنه په اسلام آباد كښې ايكسپو كم ډسپلے سېنټر جوړولو او په كوئټه كښې د ايكسپو سېنټر لپاره د زمكې په ګوته كولو ته ده كومه چې د پاكستان د لويې منصوبې تر مخه د …

اسلم آباد۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلې دي حكومت په اسلام آباد او كوئټه كښې د ايكسپو ډسپلے سېنټرز جوړولو ته اول پام لرنه كوي٬د حكومت پام لرنه په اسلام آباد كښې ايكسپو كم ډسپلے سېنټر جوړولو او په كوئټه كښې د ايكسپو سېنټر لپاره د زمكې په ګوته كولو ته ده كومه چې د پاكستان د لويې منصوبې تر مخه د جديد نندارتون او ډسپلے اسانيو تر ټول هېواد د پراختيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په تجارت وزارت كښې د پاكستان ايكسپو سېنټر (پرائيوېټ) لمېټډ سي اي او د اړخه د وركړې كېدونكې تفصيلې بريفننګ په مهال وكړه۔ په برفننګ كښې په ټولو صوبو كښې وړې او لويې دسپلے سېنټرز جوړولو د منصوبې خاكه وړاندې كرې شوه٬ دغسې چې ځايي صنعت وده ومومي او د برآمدات موقعې راپېدا شي۔ وفاقي وزير ووئېل وړومبۍ ترجيع په اسلام آباد كښې ايكسپو كم ډسپلے سېنېټر جوړولو ته ده كوم به چې په وفاقي پلازمينه كښې د د نړيوال معيار د تجارت او نندارتون ځائے وي۔ هغه ووئېل د پاكستان سپورټس كمپليكس دننه په ممكنه ځايونو غور كېدې شي ځكه چې هلته ډېرې اسانۍ د وړاندې نه موجود دي۔هغه ووئېل دويمه مهمه منصوبه د كوئټه ايكسپو سېنېټر لپاره د زمكې خوندي كول دي ٬ د كومې لپاره جې د هوائي مېدان سره نزدې ځائے ته پام لرنه كوو٬ دغسې چې غېر ملكي زائرين او سرمايه كاررو لپاره آسانه رسائي باوري شي

مزید خبریں