د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان ملاقات

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان ملاقات كړر۔په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان ځنګلات صوبائي وزير حاجي شاه بيګ او د ګلګت بلتستان متحده قومي موومنټ سينئر نائب صدر محمد صابر هم موجود وو۔په دې موقع د روغتيا وزارت ايډيشنل سېكرټري٬ډوېلپمنټ ډائرېكټر جنرل او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔په غونډه كښې په ګلګت …

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان ملاقات كړر۔په ملاقات كښې د ګلګت بلتستان ځنګلات صوبائي وزير حاجي شاه بيګ او د ګلګت بلتستان متحده قومي موومنټ سينئر نائب صدر محمد صابر هم موجود وو۔په دې موقع د روغتيا وزارت ايډيشنل سېكرټري٬ډوېلپمنټ ډائرېكټر جنرل او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔په غونډه كښې په ګلګت بلتستان كښې د روغتيا په روانو او نوو پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د روغتيا وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت د هېواد په لرې پرتو سيمو٬په خاص توګه ګلګت بلتستان كښې٬معياري او جديد طبي آسانيو وركولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔د ملاقات په مهال د خانداني منصوبه بندۍ او د پرائمري هېلت كيئر پروجيكټ د پېشرفت جاج واخستلے شو ۔په دې اړه ووئېل شول دې پروژې له مخې وركړے شوے فنډز په سپيځلي ډول كارول باوري كړے شوے او بچت كړے رقم د ملازمينو تنخاګانو لپاره بېل كړے شوې ٬ دغسې چې د پروژې تسلسل او پائيداري په ځاے وساتلې شي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د روغتيا اقدام له مخې د ګلګت بلتستان په مناور ګلګت سيمه كښې په مجوزه انسټي ټيوټ آف ميډيكل سائنسز په جوړولو هم تفصيلي خبرې وشوې۔د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان په دې موقع د وفاقي حكومت لخوا د وركړې شوې مرستې ستائنې كولو سره ووئېل د دې پروژو په وخت بشپړېدو څخه به د سيمې اولس ته بنيادي او تر جديد دروغتيا آسانيو ته رسنه ترلاسه شي او دا اقدامات به د منطقې سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې سنګ ميل ثابت وګرځي۔په غونډه كښې ترسره شوه چې دواړه حكومتونه به نزدې رابطې د لارې د دې پروژو په وخت بشپړېدو لپاره شريك اقدامات روان ساتي۔

مزید خبریں