اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ټول هېواد كښې د سړكونو نيټ ورك اپ ګريډ كولو لپاره د وفاقي حكومت عزم پخلي كولو سره دا د اولس او سوداګرو لپاره مهم وګرځولو ۔ده دا خبره نوموړې كاروباري شخصيت او د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)نوې ټاكلي صدر سردار طاهر محمود په درناوي كښې راجوړ كړې دستورې ته خطاب …
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ټول هېواد كښې د سړكونو نيټ ورك اپ ګريډ كولو لپاره د وفاقي حكومت د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په ټول هېواد كښې د سړكونو نيټ ورك اپ ګريډ كولو لپاره د وفاقي حكومت عزم پخلي كولو سره دا د اولس او سوداګرو لپاره مهم وګرځولو ۔ده دا خبره نوموړې كاروباري شخصيت او د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري(آئي سي سي آئي)نوې ټاكلي صدر سردار طاهر محمود په درناوي كښې راجوړ كړې دستورې ته خطاب كولو په مهال كړې۔د دستورې كوربتوب د فيئر ډيل ګروپ آف كمپنيز چيئرمين چوهدري عبدالرؤف كولو ۔وفاقي وزير ووئيل سكهر-حېدر آباد او حېدر آباد-كراچي موټروے(كومه چې د هېواد تر ټولو مهمه موټروے ده) به ډېره زر پرانسته اوشي او هيله ده چې دا به دوو كلونو كښې دننه بشپړه كړې شي۔ده ووئيل دا پروژه به سكهر كراچۍ پورټ سره وتړلې شي كومه به چې قامي معيشت ته ودې وركولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ده ووئيل د مانسهره نه كاغان٬ناران او تر بابوسر ټاپ يو او سټريټجك منصوبه باندې غور روان دے ۔عبدالعليم خان ووئيل پاكستان ته لويې څښتن بې شمېره موقعې او وسائل وركړي او د چېلنجونو باوجود هېواد د پرمختګ په لاره روان دے۔په دستوره كښې د آئي سي سي آئي فاؤنډر ګروپ چي ئرمېن طارق صادق٬ د كونسل غړو٬ د ايګزيكټو بورډ غړو او د غبرګو ښارونو نوموړو كاروباري شخصياتو په ګڼ شمېر ګډون وكړو







