چاغي كښې د دوو ترهه ګرو وژل او د هائي ويليو ټارګټ نيول د امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ده٬ترهه ګر به د رياست مخالفې بيانيه كښې كله هم كاميابۍ ته پرې نه ږدو۔د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي پرېس كنفرنس

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي وئېلي دي امنيتي ځواكونو ترهه ګرو په ضد چاغي كښې كاروائي كولو سره دوه ترهه ګر وژلي او يو يې په ژوبل حالت كښې نيولے دے ٬د هائي ويليو ټارګټ نيول د امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ده٬ترهه ګر مهم تنصيبات په نخښه كول غواړي٬ترهه ګر به د رياست مخالفې بيانيه كښې چرته هم كاميابۍ له ورنه كړو٬ د فتنه …

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د بلوچستان وزيراعلٰی سرفراز بګټي وئېلي دي امنيتي ځواكونو ترهه ګرو په ضد چاغي كښې كاروائي كولو سره دوه ترهه ګر وژلي او يو يې په ژوبل حالت كښې نيولے دے ٬د هائي ويليو ټارګټ نيول د امنيتي ځواكونو لويه كاميابي ده٬ترهه ګر مهم تنصيبات په نخښه كول غواړي٬ترهه ګر به د رياست مخالفې بيانيه كښې چرته هم كاميابۍ له ورنه كړو٬ د فتنه الهندوستان ترهه ګر بلوچستان كښې په كاروائيو كښې ككړ دي٬د ترهه ګرو په ضد د سيټلائټ پشمول نور جديد ټېكنالوجي به كارولې شي٬چاته به د بلوچستان امن متاثره كولو اجازه ورنه كړو۔د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې د بلوچستان وزيراعلٰی د پېښې تفصيلات په اړه ووئېل تېره ورځ چاغي كښې يو انټيلي جنس بيسډ آپرېشن كښې زبير نومي وكيل او د بل ملګري نثار سره وژلے شوے او جهانزيب نومې ترهه ګر نيولے شوے دے ۔ده ووئيل دوه د ايئرفورس ځوانان څوك چې د پېنډۍ او تله ګنګ اوسېدونكې وو٬څه موده وړاندې هغوي د مئي په 8مه نيټه كال 2025 دالبدين كښې دوي شهيدان كړي وو كله چې هغوي د بازار نه په ريډار روان وو٬د دغې نه پس بېلې ګرفتارۍ شوي ٬د دغې ګرفتارو نه پس دوه نه تر درېو مياشتو ټيكنيكل او هيومن انټيلي جنس نه پس نورې ګرفتارۍ په عمل كښې راوستلې شوي۔ده ووئيل د نيولے شوو كسانو په ګوته كولو تېره ورځ سهار امنيتي ځواكونه د هغه كور ته ورسېدل او د هغه كور يې په خپله ولقه كښې واخستلو٬په لاؤډ سپيكرز رياست يا رياستي ځواكونو ورته د خپل ځان د سپارلو چې ووئيل نو د هغه ځائے څخه پرې سمدستي ډزې وشوې٬د ډزو په نتيجه كښې د ايف سي يو ځوان سخت ژوبل شو٬ د هغه زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو او د ځوابي كاروائۍ په مهال زيبر او نثار ووژل شول او جهانزيب نومي ترهه ګر وسله وغورځوله۔ وزيراعلې ووئېل زبير عرف شاه جي د موجوده چائنيز هلې ځلې٬مائننګ منرلز٬ايف سي هيډكوارټر كښې په تګ راتګ نظر لرلو او دالبندين كښې يې وسله او نور مواد سپلائي كول٬ دغسې د په اطلاع ترلاسه كېدو كاروائي وشوه ۔ په دې موقع د نيولي شوي ترهه ګر جهانزيب يوه ويډيو هم وښودلې شوه چې پكښې ترهه ګر جهانزيب ويډيو بيان كښې د بېلو كاروائيو اعتراف كړے۔ده ووئيل دالبندين سيمه د بلوچستان هغه ريجن دے كوم چې د ايران پولې سره پرته ده او د تېرو څو لسيزو څخه هغه سيمه ډېره پرامن پاتې شوې٬نيولي شوي ترهه ګر په دې سيمه كښې بي ايل اے لپاره ريكروټمنټ كولو۔مير سرفراز بګتي ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ګڼ شمېر كاروائۍ په وخت ناكامه كړي٬هائي ويليو ټارګټ نيول د ځواكونو مهمه كاميابي ده۔

مزید خبریں