اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې او سعودي عرب د اوسنۍ دورې هركلے كړے۔ده ووئيل وزيراعظم نه يوازې د پاكستان دريځ په بشپړ ډول رامخې ته كړے بلكې د هر پاكستاني غږ يې په نړيواله كچه په موثر ډول وړاندې كړے۔ده ووئيل د وزيراعظم د امريكې دوره كاميابه او تاريخي اهميت لري۔د وزيراعظم شهباز شريف د امريكې …
د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د وزيراعظم اوسنو دورو كښې د پاكستان دريځ په بشپړ ډول په رامخې ته كولو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي(د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې او سعودي عرب د اوسنۍ دورې هركلے كړے۔ده ووئيل وزيراعظم نه يوازې د پاكستان دريځ په بشپړ ډول رامخې ته كړے بلكې د هر پاكستاني غږ يې په نړيواله كچه په موثر ډول وړاندې كړے۔ده ووئيل د وزيراعظم د امريكې دوره كاميابه او تاريخي اهميت لري۔د وزيراعظم شهباز شريف د امريكې صدر سره متوقع ملاقات به د پاكستان باور٬دفاعي مرستې او خارجه پالېسۍ لپاره سنګ ميل ثابت شي۔د سينيټ دوهم چيئرمېن په دې موقع په دې امر هم زور راوړو چې وزيراعظم د پاك هند جنګ په مخ نيوي كښې د امريكې صدر مننه وكړه۔ده ووئيل د هند بې بنسټه پروپيګنډې دواړه نيو كليئر هېوادونه يو بل ته مخامخ لودرولې وو٬خو د امريكې مثبت سفارتكارۍ منطقه د يو بل اتومي بحران څخه بچ كړه۔د زيارت په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري بيان له مخې سيدال خان ووئېل د وزيراعظم د امريكې او سعودي دورې به نه يوازې په نړيوالې ورورولۍ كښې د پاكستان تشخيص رامخې ته كولو ذريعه وګرځي بلكې دې څخه به په ټوله نړۍ كښې د پاكستان وقار او باور هم زيات شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم اعلٰی كچ ملاقاتونو څخه به منطقه او نړيوال سياست كښې د پاكستان كردار لا مستحكم شي۔د سينيټ دوهم چيئرمېن د وزيراعظم د سعودي عرب دوره هم كاميابه او د نتيجې وړ ګرځولو سره ووئېل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اوسنې دفاعي لوظ نامه به د منطقې سلامتيا٬ د ترهه ګرۍ خاتمې٬معيشت٬سرمايه كارۍ او د تجارت په څانګو كښې د نوي دور پېل ثابت شي۔







