اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د برېښنا څانګې د 1225 اربه روپو ګرځېنده قرض حل كول٬ مالي نظم او ضبط باوري كول او د سرمايه كارو باور كښې زياتوالي سره سره پاکستان د توان په څانګه كښې د اوږدې مودې مسئلو په حل كښې يو لويې پېشرفت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د خزانې …
د برېښنا څانګې د 1225 اربه روپو ګرځېنده قرض حل لويې پېشرفت دے۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب

مزید خبریں
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي د برېښنا څانګې د 1225 اربه روپو ګرځېنده قرض حل كول٬ مالي نظم او ضبط باوري كول او د سرمايه كارو باور كښې زياتوالي سره سره پاکستان د توان په څانګه كښې د اوږدې مودې مسئلو په حل كښې يو لويې پېشرفت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د جاري بيان له مخې د خزانې وزارت د 1225 اربه روپو د ګرځېنده قرض د كامياب حل هركلي كولو سره ده ووئيل د وزيراعظم پاور لپاره ټاسك فورس د تاريخې شريكو هلو ځلو د لارې او د توان وزارت٬ سټيټ بينک آف پاکستان، د پاکستان بينکس ايسوسي ايشن او اتلس شراکتي بېنكونو په مرسته دا ممكن شوې٬ دې تاريخي ري سټرکچرنګ څخه به پاکستان كښې د توان په څانګه كښې د ډېرې مودې راروانو مسئلو كښې د يوې حل كېدل د يو لوي پېشرفت نمائندګي او عكاسي كېږي۔ د دې هلو ځلو مشري وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د وزيراعظم ټاسك فورس كړې چې ورته د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب، نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي ، نيشنل کوآرډينيټر ليفټيننټ جنرل محمد ظفر اقبال، د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد، د خزانې سيکرټري امداد اللہ بوسال او د ټاسك فورس د ټولو مخلص غړو بشپړ ملاتړ ترلاسه ٶ او پي بي اے او 18 بېنكونو ورسره كوټلې مرسته كړې ده ۔ د جاري بيان له مخې د بجلۍ پېدا كوٶنكو ادارو واجب الادا ادائيګو لپاره په لوظنامه كښې د 660 اربه روپو د موجوده قرض ري سټرکچرنګ او د 565 اربه روپو نوې فنانسګ شامل دے۔







