بهر هېواد كښې د پاكستاني مشنز وړومبۍ ذمه واري بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو عزت، كاركردګي او بهترين ممكنه خدماتو سره خدمت كوي دي۔ نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د قونصليټ جنرل آف پاكستان په نيويارك كښې د قونصلر سروسز ايريا پرانستې دستورې په موقع خبرې

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د پاكستان په تاريخي قونصليټ جنرل كښې د قونصلر سروسز ايريا پرانسته كړې٬ دا قونصلر سروسز ايريا په كال 1948 كښې جوړه كړې شوې وه او د دې رينوويشن په دې وروستيو كښې بشپړې شوے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخئ په دې موقع نائب وزيراعظم ووئيل بهر هېواد …

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د پاكستان په تاريخي قونصليټ جنرل كښې د قونصلر سروسز ايريا پرانسته كړې٬ دا قونصلر سروسز ايريا په كال 1948 كښې جوړه كړې شوې وه او د دې رينوويشن په دې وروستيو كښې بشپړې شوے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخئ په دې موقع نائب وزيراعظم ووئيل بهر هېواد كښې د پاكستاني مشنز وړومبۍ ذمه واري بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو عزت، كاركردګي او بهترين ممكنه خدماتو سره خدمت كوي دي۔ ده د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د حكومت پاكستان لخوا د شوې اصلاحاتو په خاص توګه ذكر وكړو چې پكښې اووسيز پاكستانيانو لپاره خاص عدالتونه جوړول٬ بهر هېواد كښې مشنز څخه د وېډيو لنك د لارې د شواهدو ريكارډنګ، د مقدماتو اي فائلنګ، د بهر مېشته پاكستانيانو د فائلز په توګه په تسليم كړې شوې ټيكسيشن او بينكنګ كښې سهولت وركول٬ جامعات او په ميډيكل كالجز كښې د دوي ماشومانو لپاره خاص كوټه، په پنجاب او بلوچستان كښې د سهولت دفترې جوړول، په هوائي مېدانونو د ګرين چينل سهولت بحالي او 126 هېوادونو لپاره د راتګ نه وړاندې د ويزه كيټيګري اجراء شامل ده۔ په دې موقع سينيټر اسحاق ډار كميونټي لپاره د تعطل نه غېر په خدماتو باوري كولو د قونصليټ د تاريخي احاطے د بحالي په كار ترسره كولو د قونصل جنرل او د ھغه د ډلې ستائنه وكړه۔۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې قونصل جنرل عامر احمد اتوزئي د نائب وزيراعظم د موجودګۍ او لارښودنې مننه كولو سره د كميونټي سهولت لپاره د قونصليټ لخوا د شوې اقدمااتو خاكه وړاندې كړه چې پكښې 24 ساعته د ايمرجنسي هيلپ لائن پېل، د پنجاب لينډ ريكارډ كياسك جوړول، ټيلي فون ايكسچينج او د كال مينجمنټ سسټم اپ ګريډيشن، د قونصليټ د نوې وېب پاڼې اجراء، د نادرا ډيسك د لارې د اړوند سهولتونو وركول، آن لائن پاور آف اټارني، آن لائن اپائنټمنټ سسټم، اي كچهري او سماجي او كلتوري هلې ځلې شاملې دي

مزید خبریں