اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري خبريالانو٬ مديرانو٬ پبلشرز او ھغه ټولو كسانو ته چا چې خپل ځان د صحافت عظيم پېشې لپاره وقف كړے دے٬ په نېشنل نيوز پېپر ريډر شپ ډے مباركي وركړې ده۔ دا خبره ده د نېشنل نيوز پيپر ريډر شپ ډے په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل زه د آل پاکستان نيوز پيپرز سوسائټي (اے پي اېن …
خبريالانو٬ مديرانو٬ پبلشرز او ھغه ټولو كسانو ته چا چې خپل ځان د صحافت عظيمې پېشې لپاره وقف كړے ٬ په نېشنل نيوز پېپر ريډر شپ ډے مباركي وركوم۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري د نېشنل نيوز پيپر ريډر شپ ډے په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري خبريالانو٬ مديرانو٬ پبلشرز او ھغه ټولو كسانو ته چا چې خپل ځان د صحافت عظيم پېشې لپاره وقف كړے دے٬ په نېشنل نيوز پېپر ريډر شپ ډے مباركي وركړې ده۔ دا خبره ده د نېشنل نيوز پيپر ريډر شپ ډے په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل زه د آل پاکستان نيوز پيپرز سوسائټي (اے پي اېن اېس) د دې اقدام ستائنه كوم چې دوي ګرد هېواد كښې د ورځپاڼې لوستلو كلتور ډاډګيرنې لپاره هر كال د دې ورځ لمانځلو اهتمام كوي۔ صدر ووئيل زه پوخ باور لرم چې خبر لوستي وګړي د يو فعاله جمهوريت بنياد دے كله چې وګړو ته د باور وړ معلومات ته رسنه ترلاسه وي نو ھغوي نه يوازې انتخابات بلكې د ژوند په هره څانګه كښې د بهتر انتخاب اختيار لري۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك نه تر نننۍ ورځ ورځپاڼې زمونږ په قامي خبرو كښې مركزي حېثيت لري٬ ورځپاڼو اولس خبر كړے او بې انصافۍ ئې په ډاګه كړې، بحث لپاره ئې پلېټ فارم رامخې ته كړے او د اولس د ځان پوهولو حق ئي برقرار ساتلے۔ صدر مملکت ووئيل دې ځانګري خدمت لپاره د خبريالانو پېړۍ زمونږ د احترام مستحق دي ۔ ده ووئيل يو ورځپاڼه د معلوماتو د ذمه وار جريان ضمانت دے٬ د ايډيټر اداره په دې پرېكړه كولو دا ذمه واري باوري كوي چې كوم څيز رامخې ته كول پكار دي او كوم څيزونه پرېښودل دي۔ صدر آصف علي زرداري په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د سوشل ميډيا په راتګ د پروفيشنل ايډيټر کردار زوال پذير دے چې ورسره ناسم معلومات او پروپيګنډه رامخې ته شوې٬ ده ووئيل د ورځپانو د ذمه واره صحافت اقدار نن لا زيات قېمتي دي۔ صدر مملکت ځوانانو ته د ورځپاڼو د لوستلو عادت پېدا كولو تلقين سره په تعليمي ادارو زور راوړو چې ھغوي د ځوانانو د ورځپاڼو لوستلو ډاډګيرنه وكړي۔ ده په پرنټ ميډيا هم زور راوړو چې ھغوي د اخلاقيات، غير جانبدارۍ او د ذمه وارۍ اعليٰ معيارونه په ځاے اوساتي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل جمهوريت لپاره د پرېس آزادي ضروري ده خو د دې استعمال عمر له د صداقت٬ توازن او انصاف سره پكار دے ۔ د اميد څرګند كړو چې په هېواد كښې به د ورځپانو د لوستونكو شمېره زياتېږي كومه چې به خبر لرونكې٬ فكر مند او جمهوري پاكستان جوړولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔







