نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي نړيواله مالياتي ډهانچه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې زيات شوے د مساوات نشتوالے ، د پورونو بحران او ماحولياتي چيلنجز لا سنګين كوي٬ ډيجيټل خليج د دې پېړۍ د لوي تقسيم خطر لري٬ تل پاتي پرمختيائي هدفونو (SDGs) لپاره مالياتي خلاء په كال 2019 كښې 2.5 کھرب ډالر وه كومه چې اوس 4 کھرب ډالر …
پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره مالياتي سپېځلتيا٬ د کريډټ ريټنګ ايجنسو نګراني او د نړيوال ټېكس د مرستې فرېم ورك عملي كول د وخت ضرورت دے۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي نړيواله مالياتي ډهانچه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې زيات شوے د مساوات نشتوالے ، د پورونو بحران او ماحولياتي چيلنجز لا سنګين كوي٬ ډيجيټل خليج د دې پېړۍ د لوي تقسيم خطر لري٬ تل پاتي پرمختيائي هدفونو (SDGs) لپاره مالياتي خلاء په كال 2019 كښې 2.5 کھرب ډالر وه كومه چې اوس 4 کھرب ډالر نه زياته شوې ده او د ماحولياتي عمل ضرورتونه په شاملولو دا لا زياتېږي٬ د سلو نه زيات هېوادونه د پورونو بحران سره مخ دي او ماحولياتي آفتونه په تندۍ سره زياتېږي٬ چې ورسره د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو نړۍ لپاره چيلنجز لا زيات پېچلې شوي دي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع د ګروپ 77 او د چين د خارجه وزيرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې اسحاق ډار د نړيوالو مسئلو په هواري زور راوړلو سره ووئيل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره مالياتي سپېځلتيا٬ د کريډټ ريټنګ ايجنسو نګراني او د نړيوال ټېكس د مرستې فرېم ورك عملي كول د وخت ضرورت دے۔ ۔ ده ووئيل د مصنوعي زېركتيا په نړيوال عمل كښې د سوئيلي هېوادونو مكمل شراكتداري باوري كول او د ماحولياتي بدلون اثرات په مقابل كښې انصاف او د مشترکه ذمه وارو اصول په ځاے ساتل هم ډېر مهم دي۔ ده ووئيل پاکستان د ګاز په نړيوال اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم لږه لري خو په كال 2022 كښې تباهۍ كونكې سېلاب نه وروستو پاكستان يو ځل بيا د سېلاب شدت او نورو ماحولياتي چېلنجز سره مخ دے ۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په انشيټيو كښې دې تل پاتي پرمختګ له مركزي حېثيت وركړے شي او دا عمل دې په سپېځلې٬ ټول شموله ډول او د غړو هېوادونو په مشرۍ كښې مخ په وړاندې بوتللے شي دغسې چې د ګروپ 77 او د چين د پرمختګ كونكې نړۍ مشتركه هدفونه په موثره ډول مخ په وړاندې بوتللے شي ۔ ده باور وركړو چې پاکستان به په نړيوال جنوب كښې د مفادات تحفظ او ودې لپاره د ملګرو ملتونو دننه او بهر د يو قوي شراكتدار په توګه خپل كردار دوامداره ساتي۔







