ملګرو ملتونو كښې د “پائيدار٬شموليتي او لچكدار نړيوال معيشت لپاره غونډه٬نائب وزيراعظم اسحاق ډار په نړيواله مالياتي ډهانچه كښې په اصلاحات زور

نيويارك 24 ستمبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي موجوده نړيواله مالياتي ډهانچه د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره د مساوات نشتوالې زياتوي٬ د پورونو بار او ماحولياتي بحران د دې هېوادونو لپاره سنګينې ستونزې رامخې ته كړې دي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري بيان له مخې په ملګرو ملتونو كښې راجوړې كړېد " پائيدار٬شموليت او لچكدار نړيوال معيشت لپاره وړومبې د …

نيويارك 24 ستمبر(اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي موجوده نړيواله مالياتي ډهانچه د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره د مساوات نشتوالې زياتوي٬ د پورونو بار او ماحولياتي بحران د دې هېوادونو لپاره سنګينې ستونزې رامخې ته كړې دي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري بيان له مخې په ملګرو ملتونو كښې راجوړې كړېد ” پائيدار٬شموليت او لچكدار نړيوال معيشت لپاره وړومبې د مشرانو غونډې ته خطاب كښې نائب وزيراعظم/خارجه وزير اسحاق ډار د پائيدار پرمختګ اهداف(SDGs) لپاره زياته شوې مالياتي خلا٬ پورونو او په تندۍ سره زيات شوي ماحولياتي چېلنجونه رامخې ته كړل ۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د قرضونو بحران حل لپاره سمدستي او پرېكنده اقدامات وكړي٬پرمختګ او ماحولياتي ماليات كښې اضافه وكړې شي او يو شموليتي او منصفانه نړيوال اقتصادي نظام جوړ كړي دغسې چې پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو موثر حل راويستلے شي۔

مزید خبریں