بي ډو نیویګیشن سیټلائټ سسټم د پاكستان په معاشي پرمختګ٬روزګار كښې ښه والي او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو كښې انقلابي كردار ادا كوي۔د وفاقي وزير احسن اقبال هونان كښې د بي ډوسمټ ته خطاب

اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي بي ډو نیویګیشن سیټلائټ سسټم د پاكستان په معاشي پرمختګ٬روزګار كښې ښه والي او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو كښې انقلابي كردار ادا كوي٬د پاكستان سائنسمدارو نوې نسل جوړولو لپاره د چين پوهانو سره شريك تحقيق٬تربيت او ټيلنټ ډوېلپمنټ كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده دا خبره د چين په هونان ولايت …

اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي بي ډو نیویګیشن سیټلائټ سسټم د پاكستان په معاشي پرمختګ٬روزګار كښې ښه والي او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو كښې انقلابي كردار ادا كوي٬د پاكستان سائنسمدارو نوې نسل جوړولو لپاره د چين پوهانو سره شريك تحقيق٬تربيت او ټيلنټ ډوېلپمنټ كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده دا خبره د چين په هونان ولايت كښې د بي ډو سمټ ته خطاب كولو په مهال كړې۔وفاقي وزير د سمټ په موقع د چين نائب وزيراعظم لي چيانګ سره ملاقات هم وكړو او هغه سره يې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬د منصوبه بندۍ وزارت وياند له مخې سمټ ته خطاب كولو په مهال وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل بي ډو نیویګیشن سیټلائټ سسټم د پاكستان په معاشي پرمختګ٬روزګار كښې ښه والي او نړيوالې مرستې ته ودې وركولو كښې انقلابي كردار ادا كوي٬د بي ډو استعمال هوا بازۍ٬كركيلې٬لاجسټكس او د آفتونو په مهال رېسكيو او مواصلات كښې كيږي او پاكستان بي ډو استعمال كونكے وړومبې غېر ملكي هېواد ؤ ۔ده ووئيل د بي ډو استعمال څخه به په پاكستان كښې د تجارت او سي پيك٬ډيجيټل معيشت٬هوا بازۍ او ميري ټائم سيفټي كښې بې شمېره موقعې راپېدا شي۔وفاقي وزير بي ډو سمټ كښې د پاكستان پرمختګ لپاره 6 نكاتي فارمولا وړاندې كولو سره د بي ډو بشپړ استعمال د پاك-ايس بي اے ايس او پاك-جي بي اے ايس سره مربوط كولو تجويز وړاندې كړو ۔ده په ټول هېواد كښې د جي بي اے ايس د كوريج دائرې ته پراختيا وركولو عنديه هم وركړه۔وفاقي وزير د جي آئي اېس او د سيټلائټ ټېكنالوجۍ د نېشنل سينټر بي ډو ريجنل سينټر آف ايكسيلنس جوړولو وړاندېز هم وركړو۔۔

مزید خبریں