نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او سري لنكا په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونې سره شريكې اړيكې لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د سري لنكا صدر انورا كمارا ډسانائيكے سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع ليدلي دي ٬ دا ملاقات د …
وزيراعظم شهباز شريف د سري لنكا صدر انورا كمارا ډسانائيكے سره وليدل٬ شريكې اړيكې لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے

مزید خبریں
نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او سري لنكا په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونې سره شريكې اړيكې لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د سري لنكا صدر انورا كمارا ډسانائيكے سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع ليدلي دي ٬ دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمېنځه د موجوده خېرسګالۍ اړيكو عكاس دے٬ د دواړو مشرانو ترمېنځه په خبرو كښې د لوړې كچې په تبادلو، دوه اړخيزه تجارت، د تعليم په څانګه كښې مرستې، كلتوري تبادلو او د دفاعي مرستې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې جاج واخستلو۔ په دې موقع په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دواړو مشرانو د پاكستان او سري لنكا په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونې سره په راتلونكي وخت كښې شريكې اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم سري لنكا سره په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه روابط زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او په بېلا بېلو نړيوالو فورمونو د دواړو هېوادونو ترمېنځه يې د نزدې مرستې ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو د لوبو په خاص توګه په كركټ كښې تبادلې زياتولو او دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو لپاره رابطو جاري ساتلو ته اتفاق وكړو۔







