وزيراعظم شهباز شريف د نړيوال پرمختيائي اقدام غونډه كښې ګډون ٬ د ملګرو ملتونو سيكرټري جنرل او د چين وزيراعظم سره ملاقات كښې غېر رسمي خبرې

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين وزيراعظم لي چيانګ په مشرۍ كښې په نړيوال پرمختيائي اقدام (جي ډي آئي)" كښې د خپلو حقيقي هيلو تجديد كړے ٬ وزيراعظم د پرمختګ روښانه سباون لپاره متحد يم" په سرخط د لوړې كچې غونډه كښې ګډون وكړو او په دې موقع ئيې د چين وزيراعظم سره ملاقات وكړو چې پكښې غېر رسمي خبرې هم وشوې۔ د شورو په …

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين وزيراعظم لي چيانګ په مشرۍ كښې په نړيوال پرمختيائي اقدام (جي ډي آئي)” كښې د خپلو حقيقي هيلو تجديد كړے ٬ وزيراعظم د پرمختګ روښانه سباون لپاره متحد يم” په سرخط د لوړې كچې غونډه كښې ګډون وكړو او په دې موقع ئيې د چين وزيراعظم سره ملاقات وكړو چې پكښې غېر رسمي خبرې هم وشوې۔ د شورو په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په مهال وزيراعظم د نړيوال پرمختيائي اقدام په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ په دې موقع وزيراعظم د چين خپل همڅنګ سره وليدل او د دوارو مشرانو ترمېنځه غېر رسمي خبرې وشوې٬ په دې موقع په غونډه كښې ګډون لپاره موجود د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګوتريش سره هم وزيراعظم ملاقات وكړو ۔ د وزيراعظم غونډه كښې ګډون د پاك چين مثالي دوستۍ او د دواړو هېوادونو د مضبوطو اړيكو عكاسي كوي٬ تېره مياشت د چين خپلې دورې په مهال وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ د جي ډي آئي د وژن ستائنه كړې وه او دا يې منطقې او په نړيواله كچه د تل پاتي پرمختګ په اړه يو مهم ګام ګرځولے ٶ۔

مزید خبریں