صدر مملكت آصف علي زرداري ډېره اسماعيل خان كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ قام او امنيتي ځواكونو ته مباركي وركړه

اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ قام او امنيتي ځواكونو ته مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل زمونږ ځوانانو په مړانه او قربانۍ د هېواد هر وګړے محفوظ كړے ٬د ترهه ګرۍ په ضد …

اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ قام او امنيتي ځواكونو ته مباركي وركړې ده ۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل زمونږ ځوانانو په مړانه او قربانۍ د هېواد هر وګړے محفوظ كړے ٬د ترهه ګرۍ په ضد دا هلې ځلې د پاكستان د امناكه سباؤن ضمانت دے۔ده ووئيل د رياست رټ قائم كولو لپاره وركړې هره قرباني به په تاريخ كښې په ښو ټكو ليكلې شي٬د پاكستان اولس تل د خپلو شهيدانو او غازيانو سره ترهه ګري رد كړې۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل ځوان كل د انتهاخوښۍ څخه بچ كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔

مزید خبریں