اسلام آباد۔24ستمبر (اے پي پي) د کابینې د اقتصادی رابطه کمیټۍ (اي سي سي) د درآمدي پالیسۍ آرډر 2022 كښې د بدلون كولو منظوري وركړې ده د كومې تر مخه به چې په ابتدائي توګه يوازې هغه ګاډي درآمد کېدې شي كوم چې د 5 كالو نه زاړه نه وي ، دا شرط ېه تر 30 جون 2026 پورې وي او د دغې نه بس به د ګاډو د عمر …
اي سي سي په درآمدي پالیسۍ آرډر 2022 كښې د بدلون منظوري وركړه ، په ابتدائي توګه به يوازې هغه ګاډي درآمد کېدې شي كوم چې د 5 كالو نه زاړه نه وي ، په تجارتي درآمد د موجودہ کسټمز ډیوټۍ نه علاوہ د 40 فیصده ریګولیټري ډیوټۍ لګولو هم منظوري

مزید خبریں
اسلام آباد۔24ستمبر (اے پي پي) د کابینې د اقتصادی رابطه کمیټۍ (اي سي سي) د درآمدي پالیسۍ آرډر 2022 كښې د بدلون كولو منظوري وركړې ده د كومې تر مخه به چې په ابتدائي توګه يوازې هغه ګاډي درآمد کېدې شي كوم چې د 5 كالو نه زاړه نه وي ، دا شرط ېه تر 30 جون 2026 پورې وي او د دغې نه بس به د ګاډو د عمر حد ختم کړے شي، د 5 كالو نه لږو زړو او كارولې شوو ګاډو په تجارتي درآمد به د موجودہ کسټمز ډیوټۍ نه علاوہ د 40 فیصد ریګولیټري ډیوټي د لګولو هم منظوري وركړې شوه۔ د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) غونډه د شورو په ورځ وشوه، د خزانې او محصولات وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د نیویارک نه د غونډې ورچوئل صدارت وكړو ۔ غونډه كښې د استعمال شوو ګاډو په تجارتي درآمد سمرۍ غور وكړے شو او د تفصیلي بحث نه پس د سفارشات منظوري وركړې شوه ، په غونډه كښې د استعمال شوو ګاډو د تجارتي درآمد اجازت لپاره په درآمدي پالیسۍ آرډر 2022 كښې د ترمیم منظوري وركړې شوه ۔ غونډه كښې د کابینه ډویژن د اړخه په وړاندې كرې يوې بله سمرۍ د غور نه بس د پاکستان ورچوئل ایسټس ریګولیټري اتھارټي لپاره د 80 کروړه روپو د تکنیکي ضمني ګرانټ منظوری هم وركړې شوه۔ غونډه كښې د پټروليم وفاقي وزیر علی پرویز ملک، د غذائي تحقيق او تحفظ وفاقي وزیر رانا تنویر حسین، د توان وفاقي وزیر سردار اویس احمد خان لغاري او د اړوندو ادارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔







