د زړه رنځ نه بچ كېدو او صحت مند زړه لپاره شعور او خبرتيا رامخې ته كولو ته ضرورت دے ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د زړه رنځ نه بچ كېدو او صحت مند زړه لپاره شعور او خبرتيا رامخې ته كولو ته ضرورت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د زړه نړيوالې ورځ په اړه معروف انټرنېشنل هسپتال كښې د خبرتيا دستورې په مهال خبرو كښې كړې۔په دستوره كښې د روغتيا پوهانو٬ميډيكل پروفيشنلز٬سفارتكارو٬پالېسۍ سازو او زده …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د زړه رنځ نه بچ كېدو او صحت مند زړه لپاره شعور او خبرتيا رامخې ته كولو ته ضرورت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د زړه نړيوالې ورځ په اړه معروف انټرنېشنل هسپتال كښې د خبرتيا دستورې په مهال خبرو كښې كړې۔په دستوره كښې د روغتيا پوهانو٬ميډيكل پروفيشنلز٬سفارتكارو٬پالېسۍ سازو او زده كوونكي رايوځاے وو دغسې چې په پاكستان كښې د زړه رنځ زيات شوے بار او احتياطي پالنه او خبرتيا سمدستي رامخې ته كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل د صحت ادارې٬كارپوريټ شراكتدار٬نړيوال اتحاديان او وګړي په ګډه د زړه رنځ مخ نيوے كولې شي او يو داسې سباؤن جوړولې شي چرته چې هر زړه مضبوط او صحت وي۔چيف ايګزيكټو آفيسر(سي اي او)هارون نصير په ذاتي توګه په غونډه كښې كاغذي٬اليكټرانك او د سوشل ميډيا د لارې هېلت كيمپو او د خبرتيا د لارې پسمانده كميونټيز لپاره د معروف روغتون جذبې په اړه خبره وكړه۔د سرينا هوټلز سي اي او عزيز بولاني د صحت خيال ساتلو مخ په وړاندې بوتللو كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ په مهم كردار زور راوړو۔د معروف انټرنېشنل روغتون ميډيكل ډائرېكټر او ایکسیډنټ اينډ ايمرجنسي ډيپارټمنټ مشر ډاكټر مير وحيد د زړه رنځ مخ نيوي په نوعيت رڼا چولو سره ووئېل زياتره د زړه رنځ د سمي پوهې او د ابتدائي كاروائي د لارې د دې رنځ مخه نيولې كېدې شي۔ده ووئيل يو كال څخه كمه موده كښې د معروف روغتون كارډيو ويسكولر سينټر په كاميابۍ د 100 څخه زياتې سرجري كړي۔معروف روغتون د زړه وړيا مشاورت٬وائټل چيكنګ٬د زړه رنځ په اړه معلوماتي كتابچه او د صحت مشورې وركولو لپاره ميډيكل او ډينټل كيمپ لګولې وو۔په دستوره كښې ډاكټر مير وحيد او سدره اقبال نظامت كښې يو پينل ډكشن شامل وو چې پكښې د معروف هاسپټل پوهان شامل وو۔

مزید خبریں